آیادملي یووالي حکومت به دعراق له برخلیکه وژغورل شي؟

سرلیکنه
د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی په رسمي سفر مسکوته تللی دستانکزي درسمي سفراعلان دمخه نه وو شوی خو چې کله معصوم ستانکزي دمسکو په لوري قدم واخست رسنیو یی خبر خپورکړ.
ددفاع وزارت سرپرست وزیرمعصوم ستانکزي په مسکوکې دروسېې دلوړپوړو دولتي چارواکوسره په لیدنه کې دروسیې ددفاع وزیرسرګي شویګوسره هم کتلي دي چې ددواړو خواو څخه په پوځي او تخنیکي همکاریودموافقې لپاره یو کمیسیون جوړکړل شو، داکمیسیون به په راتلونکي کې ددواړو هېوادونوترمنځ دپوځي ،تخنیکي او دافغاني پوځي ځوانانو دروسيې لخوادروزنې په اړه لازم اقدامات سرته رسوي.
روسي چاروواکو دمخه هم دملي یووالي حکومت ته د نا امنیو اومخدره موادو په له منځه وړلو کې سینه ډبولې وه او هم ېې ویلي وو چې دافغاني پوځي ځوانانو په روزنه کې هروخت چمتویو، چې دامهال په روسیه کې نږدې څلویښت تنه افغاني ځوانان په پوځي زده کړه بوخت دي.
دروسيې ددفاع وزیر ستانکزي سره په افغانستان کې داستخباراتو دتوان او همکاریو ژمنه هم وکړه ویلي ېې دي چې دمخه یوشمیر افغانانو په روسیه کې زده کړې کړي دروسي اصطلاحاتوسره روږدي دي او هم افغاني نظامي افسران دروسي وسلوداستعمال سره اشنايي لري .
امریکا دافغانستان سره په غیرمستقیمه توګه دعراق لوبه پېل کړېده چی درې کاله دمخه ېې داربکیانو فارموله افغانستان ته له عراقه راوړه او افغان اولس یی دعراق په څیر د اربکیانو په رنګ رنګ تیریو داور لمبوته ونیوه .
امریکا غواړي لومړی په افغانستان کې دعراق په څېر حالاتو راوستلو ته لاره هواره کړي چې تریوه حده ېې هواره کړېده او بیا وروسته خپله دولت دېته اړکړي چې امریکا بیاپه افغانستان کې دامنیت دټينګښت په نامه خپل پوځونه زیاتوي دولت به ورته بیا هرکلی وایي .
په افغانستان کې دامریکا دڅار ادارې (سیګار) مشرجان سایکو په افغانستان کې خپل درې میاشتیني راپورکې چې دامریکا کانګرس ته یې وړاندې کړ وې ویل:
پنتاګون پدې عقیده وچې تر۲۰۱۵کال وروسته به افغان امنیتي ځواکونه په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو تشه ډکه او دهیواد امن به وساتي خو په افغانستان کې چې دتیرکال ۲۰۱۵ راپور ترلاسه شو نږدې ۵۰۰۰ امنیتي عسکرپه جګړو کې ژوبل او وژ ل شویدي د۱۵کالو په تېرېدوسره اوس په افغانستان کې دامنیتي ځواکونو هغه حساب نه پوره کیږي کوم چې دافغانستان دامن لپاره ښودل شوی و.دسیګار دادارې مشرجان سایکو وایي دافغانستان په امنیتي ځواکونو کې هغه ظرفیت هم ندی پاتې کوم چې مو ورته په نظرکې نیولی و.
نو باید افغانستان ته دامن ساتنې لپاره نورپوځ ولیږل شي .
اوس په افغانتسان کې په غیر مستقیم ډول سره دعراق حالت ته نږدې شوي یو او امریکا غواړي لکه څرنګه چي یی په عراق داعش ورمرش کولو سره دعراق امن ګډوډ کړ دارنګه غواړي افغانستان هم دعراق له برخلیک سره مخ کړي.
دملي یووالي حکومت هوښیارتیابه داوي چې دمخه ددغه حالت څخه دځان ژغورنې لیار ولټوي .
امریکا افغانستان ته دبیاابادولو لپاره ۱۱۳ملیونه ډلر ځانګړي کړي چې لس ملیونه ډالر ورکړل شویدي دامریکا دکانګرس سیاست دادی چې په افغانستان کې به کله پوځ لږڅه کموي او کله به ېې زیاتوي خو غواړي دعراق حالات په افغانستان کی پرافغانانودتیرې ۱۵کلنې جګړې په څېروروتپي.
په تېرو ۱۵کالوکې په افغانستان کې دامریکا تر ۲۲۰۰پورې پوځیان ووژل شول نورېې وژل نه غواړي خو افغانستان به دعراق په برخلیک اخته کوي.
په عراق کې داعش دنورو سیمو اوښارونو ترڅنګ دموصل اورمادي ښارونه ونیول او تر ۲۵۰۰۰زروپوري نارینه یی ووژل په نیولو شوو سیمو او ښارونوکې ښځې او نجونه دمینځو په څېر له ځانونو سره یوړلې چې په متحده عربي هېوادونوکې ېې تر۵۰۰او ۹۰۰ډالروپورې دپلورلو راپورونه هم ورکړل شول .
که دملي یووالي حکومت غواړي ځان دعراق له برخه لیکه وژغوري دجنګ پرځای دې دسولې لاره غوره کړي ۱۵کاله ېې دبهرنیو پوځونو په ملګرتیاجګړه وکړه خو دجګړې له لارې ېې کامیابي ترلاسه نکړه اوس دې دتلپاتي امن لپاره دهیواد علما،پوهان ، قومی مشران دسولې په خاطر له ځانه سره ملګري کړي داولس درایې (امن غوښتنې) درناوی دې وکړي ترڅودعراق له برخلیکه وژغورل شي.



