سلګونو شیعه ګانو د عراق پلازمینه کې پر مظاهرو لاس پورې کړی

کابل ټکی کام ۱۱غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د عراق پلازمینه بغداد کې سلګونو شیعه ګانو لاریون پیل کړی دی، او پر پارلمان یې برید کړی دی.

دغو شیعه لاریون کوونکو د نوې کابینې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

مقتدا الصدر غواړي، چې د عراق لومړی وزیر تر ډېر فشار لاندې راولي، تر څو د کابینې غړي یې بدل او پر ځای یې نور کسان وګماري.

دغه شیعه لاریون کوونکي د شیعه روحاني مشر مقتدا الصدر پلویان دي.

دغو لاریون کوونکو په زرغونه سیمه کې ټولې امنیتي دروازې ماتې کړي دي، او پارلمان ته ننوتلي دي.

ویل کیږي، چې په پلازمینه بغداد کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

رویټرز خبري اژانس ویلي دي، چې لاریون کوونکو د پارلمان په ودانۍ کې لوټمار پیل کړی دی.

دغه اژانس لیکلي دي، چې د ملګرو ملتونو او نورو سفارتونو کارکوونکو د خپلو ودانیو دروازې له بهره بندې کړي دي.

د یادولو ده، چې مقتدا الصدر په عراف کې د مهدي پوځ په نامه ملېشه لري، او د هغې مشري کوي، د زرګونو سني مسلمانانو د وژلو او زور زیاتي په تور تورن دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button