افغانستان د ګډحکومت ولسمشر ۳۰ سلاکارانو سره تر اوسه نه دي کتلي

کابل ټکی کام ۳۱وږی/۱۳۹۴
راپور: حماس افغان
د تېر یوه کال په اوږدو کې د ملي یوالي حکومت ولسمشر لپاره ۳۰ سلاکاران ټاکل شوي، چې تراوسه يي د لایحو د نشتوالي، د مالي ستونزو او د دفترونو د نشتوالي له امله کارونه نه دي پیل کړي.
د ګډ حکومت ولسمشر سلاکارانو د انسجام مشر اسدالله صالحي ويلي چې د ولسمشر لپاره له تېر کال راهيسې ۳۰ نوي سلاکاران ګمارل شوي خو لا يي دندې نه دي پیل، داځکه چې نه د دوی لپاره لايحې شتون لري او نه يي کومه بله اساسنامه په لاس ورکړې چې دوی د هغې له مخې خپل مسئولیتونه وپېژني او د خپلو دندو چارې پر مخ بوزي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي ۷۱ سلاکاران وو چې ۲۲ تنه يي له دندو ګوښه شوي او پاتې ۴۹ تنه يي اوس په خپلو دندو بخت دي.
دغه راز صالي ويلي دي چې تراوسه د ولسمشر سلاکارانو شمېر ۷۹ تنو ته رسېدلی.
ده وويل چې نویو ټاکل شویو سلاکارانو ته تر دې دمه تنخواوې هم نه دې ورکړل شوي او تر اوسه يې د سلاکار په توګه له ولسمشر سره هم نه دي ليدلي.
صالحي زیاته کړه چې د نویو ګمارل شویو سلاکارانو د مالي لګښتونو او تنخواګانو په هکله يې ولسمشر غني ته وړانديز ونه کړي چې تراوسه يې نه ستونزه اواره شوې او نه يې دوی ته کومه لارښوونه کړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button