عربستان د قران کريم ۷۰ زره مخالفې نسخې نيولې دي

کابل ټکی کام ۳۱وږی/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

د سعودی رسمي خبري اژانس «واس» ليکلي دي، چې د «د مخالفو مصحفونو کمېټې» په دې هېواد کې د قران کريم ۷۰ زره مخالفې نسخې نيولې دي.

دغه نسخې چې تحريف په کې شوی دی، په يوه ستر موټر کې نيول شوې دي، چې ټاکل شوې وه، د حج په موسم کې په سعودي کې و وېشل شي.

واس ليکلي دي، چې دغه نسخې ټولې نيول شوي دي او لېږدوونکي یې اوسمهال تر پلټنو لاندې دي.

چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي، چې يادې نسخې د نړۍ په کوم هېواد کې جوړې شوې دي او د چا له لوري سعودي عربستان ته استول شوې دي.

ياده دې وي چې دا لومړۍ پېښه نه ده چې د سعودي پوليس په کې د قران کريم دغه نسخې نيسی، بلکې پخوا هم د دې کار ګڼې هڅې شوې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button