(کابل ټکی کام سه شنبه) عبدالهادي همت
طالبانو په خپلې رالېږل شوې خبرپاڼه کې ادعاکړې، چي تېره شپه يې دهلمند په سنګین ولسوالۍ کې په يوه وسله وال بریدکې دولتي عسکرو او پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ، او زياتوي چې : دا جګړه دسنګين په بازار کې د شپې په ۸ بجو پېل او تر ۱۱ بجو یې دوام وکړ چې په نتيجه کې يې ۳۹ دولتي عسکر او پولیس مړه او ژبل شول.
دا په داسې حال کې ، چې تېره ورځ د دفاع وزارت لخوا په يوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي وو، چې دوی د نصرت په نامه یو ګډ مرکز جوړ کړی دی او د عملیاتو رهبري او هماهنګي به د همدې مرکز له لارې ترسره کېږي . له کله نه چې طالبانو د عمري پر نامه نوي عملیات پېل کړي ؛ دهېواد په ډېر برخوکې جګړو زور اخيستی او دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.


















