چین د مصنوعي ځیرکتیا لپاره د اوبو لاندې د نړۍ لومړنی ډیټا سنټر جوړ کړ

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ غویی، ۱۴۰۵ل) ـ

چین د مصنوعي ځیرکتیا او ستر ډیجیټلي معلوماتو د پروسس لپاره د نړۍ لومړنی د اوبو لاندې ډیټا سنټر جوړ کړی، چې د راپورونو له مخې د Shanghai ښار ساحل ته نږدې د سمندر په ۱۰ متره ژوروالي کې موقعیت لري.

د معلوماتو له مخې، دغه مرکز ۱۹۲ د سرورونو خونې لري، چې د سمندر په اوبو یخېږي او برېښنا یې مستقیم د سمندري بادي برېښنا له فارم څخه تأمینېږي. ویل کېږي، د پروژې ازمایښتي ظرفیت ۲.۳ میګاواټه دی، خو ټاکل شوې په بشپړ ډول ۲۴ میګاواټو ته لوړ شي.

راپورونه وایي، له ۹۵ سلنې ډېره کارېدونکې انرژي به له نوي کېدونکو سرچینو ترلاسه کېږي، چې له امله به یې هر کال میلیونونه کیلوواټه ساعت برېښنا سپمول او د کاربن د ګازونو اخراج کم شي. دغه ډیټا سنټر یوازې په شپږو میاشتو کې د پرمختللو سمندري ټکنالوژیو په وسیله جوړ شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button