ليکنه ـ بدر منصور
د ډېري مودي څخه د اشرف غني احمدزي د ولس مشرۍ کمپاین روان ؤ د ده کمپاین کونکي ډېر چالاک او مکار و داسي تبليغات يې د احمدزي په هکله کول چي د نا خبرو کسانو زړونه يې جلبول هغوی اشرف غني د نړۍ دویم مفکر؛ سیاست پوه؛ ساینس پوه؛ وطن پالونکی د مظلومو بندیانو آزادونکی او سوله خوښ؛ کس تعبيراوه
ډېره جالبه خو داوه چي هغوی افغانانو ته اشرف غني اقتصاد پوه او پانګوال معرفي کاوه چي د اقتصاد د پوهنځۍ څخه د فراغت سند هم لري!
هغه مهال چي د اشرف غني د انتخاباتو کمپاین روان ؤ دافغانستان اسلامي امارت هيوادوالو ته څو څو ځله خبرداری ورکړ چي د غرب پر کاسه لوی شوی سيکولر احمدزی د افغانانو رهبري نه شي کولای هغه یوازي د امريکا او انګلستان ګټو ته وفادار دی افغانستان به د تجزيې، ژبني او قومي توپيرونو، او پر غربیانو د پلورلو، د ستر ګواښ سره مخ کړي، افغان غیرتي ولس باید د غرب تالې څټو ته خپله ارزښتمنه رایه ورنه کړي. که څه هم ډېرو افغانانو د خپل اسلامي او ملي مکلفیت له مخي اشرف غني ته رایه ورنه کړه خو ځينو نا خبرو او د اقتصاد له اړخه غریبو افغانانو د دې لپاره چي اقتصاد پوه به ورته امنیت، سوله، او اقتصاد، برابر کړي، افغانستان به له پردیو اشغالګرو څخه وژغوري، له زندانونو څخه به مظلوم او بې ګنا افغانان خوشي کړي، دا چي په نړۍ کي دویم مفکر دی نو لوټي لوټي کنډواله افغانستان به د جاپان او چين په څېر هيوادونو سره سیال کړي،
خو کله چي اشرف غني احمدزی په رایو کي د ډېرو درغلیو وروسته د جانکيري په غوښتنه د امريکا په زور ولس مشر شو/نو کړني يې سل سلنه د هغه څه خلاف وې چي کمپاین کونکو افغانان په غولول، او رایه ورکونکو امید ځني لاره.
په لومړۍ ورځ يې د اشغالګرو صلیبیانو سره د دائمي اډو (افغانستان د پلورلو) لاسليک وکړ ، د حکومت پر لوړو چوکیو يې پخواني کمونسټان، جنایتکاران، او په فساد ککړ کسان کښېنول، د خپل ځان لپاره يې هغه څوک د څو رایو د خپلولو لپاره لومړی مرستیال وټاکه چي د زرګونو افغانانو په وينو يې لاسونه سره وه، جګړه د پخوا دوه برابره زیاته شوه او هر افغان بې امنیته شو، اشغالګرانو ته د افغانانو پر کورونو د شپنیو عملیاتو او افغانو ميرمنو د بې عزته کولو مشروعیت او جواز ورکړل شو، مظلوم او بې ګنا زندانیان چي باید خوشي شوي وای د زندانونو څخه راټول او د بګرام وحشي زندان ته ولېږل شول، پر بندیانو اختريز او نور فرمانونه چي دا په نړيوالو قوانينو کي د هغوی حق دی بند شول، ډېر هغه بندیان چي قیدونه يې کلونه کيږي چي پوره شوي دي تر اوسه په زندان کي بې محاکمې او سرنويشته پراته دي، افغانستان د شرقي او غربي جاسوسانو او پالسیو په وجه نږدې ده چي شرق او غرب ته تجزیه شي، د سیاست په برخه کي چي باید د طالبانو سره يې پر بین الافغاني مسائلو او ستونزو هوارولو د هيوادوالو د غوښتني سره سم غور کړی وای ناکام سیاست يې وچلاوه او پاکستان ته په زاریو شو چي په افغانستان کي امنیت راولي همدا ناکام سیاست ؤ چي جګړه ورځ تر بلي په پراخېدو ده، د اقتصاد په برخه کي د دې پر ځای چي افغانستان مخته ولاړشي او د نړیوالو سره سیال شي/لوی بحران ته ننوت، بانکونه لوټ او ډېوالي شول، د بې روزګارۍ کچه ډېره لوړه شوه، افغانانو د بې امنیتۍ او بې روزګارۍ له امله اروپاته مخه کړه چي ډېری يې پر لاري تريتم او غرق شول، په هيواد کي د حکومتي چارواکو لخوا په پراخه کچه د بې ګنا افغانانو (اباسين) آن محاصلينو (بشير احمد ریان) اختطاف شروع دی، پر لویو لارو (د یوه ولایت نه بل ته) غريب افغانان که څه هم مريض یا بوډا وي د ټوپکمارو لخوا لوټل کيږي او د خاد په څېر یو یا دوه ساعته سخت پلټل کيږي او تحقيقات ځني کيږي،
د ډېري حیرانتیا او افسوس خبره داده چي اقتصاد پوه د بې روزګاره او غریبو افغانانو څخه د پیسو غصب او غلا ته ملا وتړل، او دې غصب ته يې مشروعیت هم ورکړ، ملي محصول يې بولي، د هر بې وزله افغان د کريډيټ کارټ څخه که د چا خوښه وي یا نه لس فيصدي غصب کوي، د غصب د مشروعیت لپاره دليل دا وايې چي د نړۍ په نورو هيوادونو کي هم ولس مشر ته د کريډيټ مالیه ورکول کيږي، خو دی په دې نه پوهيږی چي په نورو هيوادونو کي د فیصدۍ دوه برابره تخفیف موجود وي چي هغه په حقيقت کي د ولس لپاره ګټه ده نه تاوان، مثلاً که لسمه روپۍ مالیه وي نو د لسو روپو سره دوې روپۍ تخفيف وي، خو دلته احمدزی لسمه روپۍ غصب کوي او هيڅ تخفیف هم نشته، په دې ورستیو کي يې د خپل ناکام سیاست له مخي طالبانو ته د جنګ اخطار ورکړ په داسي حال کي چي اوس مهال طالبان د پخوا په خلاف ځواکمن او د هیواد پر شپېته سلنه خاوره واک لري

















