کابل ټکی کام ۱۵غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر وايي، چې نن لس بجې د دغه ولایت د رستاق ولسوالۍ د میرملایي د لېسې شاوخوا ۶۰ نجونې زدکوونکې په مرموز ډول مسمومې شوي دي.
دغه نجونې زدکوونکې چې له ۷م څخه تر ۱۲م ټولګیو زدکوونکې دي، دا مهال د درملنې لپاره روغتون ته استول شوي دي.
چارواکو ویلي دي، چې د پېښې د لامل څرګندولو لپاره یې څېړنې پیل کړي دي.
عیني شاهدانو ویلي دي، کله چې نجونې سهار خپلو ټولګیو ته ننوتې، پر مېزونو یې سپین رنګه پوډر پروت وو، چې د دوی د مسمومېدو لامل شو.
لس ورځې وړاندې په فراه ولایت کې شاوخوا ۱۰۰ نجونې زدکوونکې مسمومې شوي وې.
د یادولو ده، چې دا په دوو اونیو کې د تخار په رستاق ولسوالۍ کې دویمه ورته پېښه ده.


















