لیکنه : ع. اسد خیل
که سړی د افغانستان موجوده حالاتو ته په غور سره وګوري نو دا به ورته جوته شي چې په دغه هېواد کې هر څه شته خو د پخو سیاستمدارانوکمی دی، پاخه سیاست مداران یا د پردیو په اشاره ووژل شول، یا بندیان کړای شول او یا هم د هېواد پریښودو ته اړ کړای شول.
که ووایو چې افغانستان فعلا په سیاسي خلا کې قرار لري او قحط الرجال پکې راغلی مبالغه به ځکه نه وي چې د سر په سترګو ووینو چې زمونږ اوسني سیاستمداران یواځې د خبرو خلک دي، هغه هم داسې چې یو غر په یوه او بل غر پر بل ورولي، ځینو ته خو یې لا نور خلک د کاغذ پر مخ لیکي او بیا یې د کاغذ له مخې لولي، چې په دې مرض باندې نور خو لا پریږده چې آن اوسنې ولسمشر اشرف غني هم ککړ دې که څوک ورته یو څه غلط ولیکي نو د اصلاح کولو توان یې هم نه لري او همغسې غلط یې لولي لکه د اشرف غني دا لوستل چې امام حسین د خدای تعالی لمسی دی!!!
د افغانستان حکومت په زور، زر، او تزویر سره نشي رغول کیدی تر څو چې د دغه هیواد پاخه سیاسي کدرونه بیرته دغه هیواد ته راستانه نه کړای شي، د هغوی د امنیت ساتنه په غاړه وانخیستل شي، هغوی ته د هوساینی او آرام ژوند چاپیریال برابر نکړای شي دا حکومت به همداسې خام وي او چې یو ځای یې رغوې بل اړخ به یې شړیږي.
د افغانستان پاخه سیاستمداران د دغه هیواد د حالاتو او پر دغه هیواد د مسلطو بې بندوبارو ډلو ټپلو د ناوړه اعمالو له لاسه د هیواد په پریښودو مجبور شوي، خو د هیواد حالات لا هم څاري، چې کله هم هغوی ته د تلو فرصت برابر کړای شي په خوښۍ سره خپل هیواد ته ستنیږي، خو که حالت همداسې روان وي مشکله ده چې دا وړۍ شړۍ شي، نه خو به یو پوخ حکومت مینځ ته راشي او نه به بهر ته تللی سیاسی مشران دغه هیواد ته د راتلو لپاره زړه ښه کړي.
افغانستان به هم کړیږی، هیوادوال به هم کړیږی او په بهر کی میشت پاخه سیاسي کدرونه به هم رنځیږی، معلومه به نه وي چې د دغه هیواد وروستنی مسیر به کومې خواته وي.
د افغانستان په اوسنی حکومت کی مسلط اوسني سیاسي رهبران چې اصلا د سیاست متخصصین هم نه دي، افغانستان یې د غرقیدا د ګرداب پر خوا رهی کړی، او خپل هیوادوال یواځي په غوړو غوړو خبرو تیرباسی شنه او سره باغونه ورته په ذهن کې جوړوي، بلکې د نړیوالی ټولنی د تیرویستو هڅه هم کوي، خو دا تیرویستنه دوام نشي کولای، دا مشران باید یا په ځان کی پوره اصلاحات راولي چی دا یو ناشونی کار بریښي او یا باید استعفا ورکړي او افغانستان نورو اهلو خلکو ته پریږدی چې د دغه هیواد په رغاونه کې بنسټیز او هر اړخیز اقدام وکړي. ځکه چې دوی خو یواځې د خبرو پهلوانان دي نه د عمل.


















