ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د حج بدل مسايل
مسئله : مالي عبادت لکه زکوة صدقه فطر، په دې کې چې دويم کس نائب جوړ کړی شي او اداء شي نو روا دی، همدا رنګه هغه عبادت کوم چې مالي هم وي او بدني هم وي، لکه حج او عمره نو په دې کې هم نائب جوړيدلای شي، البته په بدني عبادت لکه لمونځ او روژه کې نيابت نشي کيدلای، يعنې هيڅوک د بل چا له لوري نه لمونځ کولای شي او نه روژه نيولی شي.
لکه له حضرت ابو رزين څخه روايت دی چې هغه عرض وکړ : يا رسول الله صلی الله علیه وسلم ! زما پلار ډير سپين ږيری دی، د حج او عمره اداء کولو وس او توان نلري، سفر هم نشي کولای؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل : د خپل پلار له لوري حج او عمره وکړه ([1]).
مسئله : حج بدل کونکی دې د حج افراد نيت وکړي، د قران او تمتع اجازه ورته نشته، هو ! د چا له لوري چې حج کوي که هغه د قران او تمتع اجازه ورکړه نو د هغه مطابق عمل کولای شي ([2]).
مسئله : په کوم کس چې حج فرض شوی وي او هغه د حج زمانه پيدا کړې وي، خو حج يې نه وي کړی، بيا کوم داسې عذر ورته پيښ شي چې له امله يې په خپله د حج په کولو قدرت نه وي، نو د داسې کس په ذمه فرض دي چې له خپل لوري دويم کس وليږي او حج اداء کړي، يا دا وصيت وکړي چې زما له مړينې وروسته دې زما له لوري زما له مال څخه دې حج بدل وکړی شي، وصيت يوازې په دريمه برخه کې نافذ دی.
که چيرته په مړي باندې قرض وي نو د قرض له اداء کولو وروسته چې کوم مال بچ پاتې شي د هغه په دريمه کې د حج بدل وصيت او نور ټول وصيتونه نافذ کيږي، البته که چيرته بالغ وارث په خپله خوښه او رضا له دريمې برخې زيات مال ورکړي نو دا هم روا دي، که چيرته له وصيت کولو پرته مړ شي نو ګنهګاريږي، خو که چيرته د حج له فرض کيدو وروسته په همدغه کال د حج لپاره روان شي او پر لاره مرګ ورته راشي نو په داسې صورت کې په هغه باندې د حج بدل کولو وصيت واجب نه دی ([3]).
مسئله : د عاجز کيدو اسباب دا دي : مړينه، بنديدل، داسې ناروغي د کومې د ليرې کيدو اميد چې نه وي، لکه ګوزڼ (فالج) ګوډيدل (د پښو ماتيدل) او دومره سپين ږيری کيدل چې په سپرلۍ باندې د سپريدو قدرت نلري، د ښځې لپاره د محرم نه موجوديت، او پر لاره نا امني، د همدغو ټولو عذرونو تر مړينې پورې باقي پاتې کيدل د تحقق عجز لپاره شرط دي ([4]).
مسئله : که چيرته يوه مړي د بې اعتماده کس په باره کې وصيت کړی وي نو وارثان يې بل اعتمادي کس حج ته ليږلی شي، خو هغه ته له معمول څخه د زياتې خرچې ورکول روا نه دي ([5]).
مسئله : له حج بدل نه له فارغيدو وروسته که چيرته ليږل شوی کس خپله عمره کول وغواړي نو کولی يې شي، خو په خپل مصرف به يې کوي، د ليږونکي له مال څخه به يې نکوي ([6]).
مسئله : که چيرته په دريمه برخه کې د حج بدل ګنجايش نه وو (يعنې د حج بدل لپاره نه بس کيدله) او بالغ وارثان هم له خپل لوري د زيات مال ورکولو ته راضي نه وو، نو په داسې صورت کې چې له کوم ځای څخه په همدغه برخه حج کيدلای شي نو له همغه ځای څخه دې يو کس د حج بدل لپاره وليږل شي او همدغه برخه مال دې هملته ور وليږل شي ([7]).
مسئله : که حج بدل د کومې داسې ناروغی له امله وکړی شي له کومې چې عموما ناروغ ښه کيدلای شي، او بيا همغه ناروغي ليرې هم شي نو په داسې صورت کې دوباره په خپله هغه ته حج کول ضروري دي، او که چيرته ناروغي لا علاجه وي له کومې چې ناروغ عموما نه ښه کيږي، خو له همدغې ناروغی څخه الله تعالی شفاء ورکړي، نو په داسې صورت کې بيا دوباره حج کولو ته ضرورت نشته ([8]).
مسئله : که چيرته مړي ډير ځايونه لرل، نو کوم ځای يې چې مکه مکرمه ته ډير نږدې وي له هغه څخه دې حج وکړی شي، کوم چې ډير ليرې وي له هغه څخه دې نکيږي ([9]).
مسئله : په کوم کس باندې چې حج فرض شوی وي او هغه يې د اداء کولو لپاره وصيت هم کړی وي نو د هغه حج بدل د هغه له وطن څخه کيدلای شي، له سعودي عرب څخه روا نه ده ([10]) البته که چيرته يې د هغه له وصيت پرته وکړي، يا يو کس له وصيت پرته د خپل عزيز لپاره حج بدل وکړي نو دا نفلي حج د ايصال ثواب لپاره دی، او دا له هر ځای څخه صحي دی ([11]).
مسئله : د بل چا لپاره د فرضي حج (حج بدل) اداء کول د خپل نفلي حج له اداء کولو څخه زيات غوره دي ([12]).
مسئله : بهتره دا ده چې حج بدل په داسې کس باندې وکړی شي کوم چې اول خپل حج اداء کړی وي، که چيرته په داسې کس باندې حج بدل وکړی شي کوم چې خپل حج نه وي اداء کړی او په هغه باندې حج فرض شوی هم نه وي، نو په داسې صورت کې حج بدل اداء کيږي خو خلاف اولی دی ([13]).
همدا رنګه ليکل شوي :
کوم کس چې خپل فرضي حج نه وي اداء کړی، داسې کس چې د بل چا له لوري حج بدل اداء کوي نو دا مکروه دي ([14]).
مسئله : که چيرته د ژوندي معذور په امر يا د مړي په وصيت حج بدل کول کيږي نو د موصي يا د آمر له وطن څخه حج کول ضروري دي ([15]).
مسئله : که چيرته د مړي له لوري حج کونکی ناروغه شي او ټولې روپۍ مصرف کړي، نو په وصي باندې واجب نه دي چې د بيرته راتلو لپاره هغه ته روپۍ ور وليږي ([16]).
مسئله : که چيرته پلار د ناروغيو له امله د حج فريضه په اداء کولو باندې قادر نه وو، نو کولای شي چې خپل زوی حج ته وليږي تر څو د ده پر ځای حج وکړي، او زوی ته يې هم ثواب ورکول کيږي ([17]).
مسئله : دا ضروري نه ده چې سړی دې د سړي له لوري او ښځه دې د ښځې له لوري حج بدل اداء کوي، بلکې سړی د ښځې له لوري او ښځه د سړي له لوري حج بدل کولای شي، خو د ښځې لپاره دا ضروري ده چې محرم به ور سره وي، بل همداسې ښځه به د ميړه له اجازه پرته د بل چا له لوري د حج بدل سفر نکوي ([18]).
مسئله : که چيرته مامور قِران وکړ نو د قرباني مصرف په مامور باندې دی ([19]).
مسئله : يو (۶۶) کلن مجبور دی، يو شمير داسې ناروغی ورته پيدا شوې دي د کومو له امله چې ليرې سفر نشي برداشت کولای، نو همداسې کس په سفر باندې د نه قدرت لرلو په شرط حج بدل کولای شي ([20]).
مسئله : که چيرته آمر اجازه ورته وکړي چې د ضرورت په وخت کې قرض واخله زه يې بيا اداء کوم، نو د قرض اخيستل روا دي ([21]).
مسئله : حج بدل ته د ليږونکي دا ګمان غلط دی چې که چيرته زه د حج بدل لپاره ولاړ شم نو په راتلونکي کال کې به سره له دې چې له ما سره څه نشته زما لپاره به حج ته تګ ضروري وي (د کعبې شريفې د ليدو له امله) دا ګمان يې غلط دی، ځکه چې په ده باندې هغه وخت حج فرض کيږي کله چې له ده سره مصارف وي، همدا رنګه حج بدل ته د ليږل شوي د کور مصارف هم د هغه چا په ذمه دي چا چې د حج بدل لپاره ليږلی دی، او د همدغه کس تر راتلو پورې د هغه د کور مصارف د ليږونکي په ذمه دي ([22]).
مسئله : که په يو چا حج فرض شوی وو خو وې نکړ، او له مړينې مخکې يې د حج بدل وصيت هم ونکړ، بيا د هغه په وارثانو کې يو چا د هغه له لوري حج بدل اداء کړ نو اميد شته چې همدغه حج به د مړي له لوري وشي، خو په چا چې حج فرض شي او هغه يې اداء نکړي نو په داسې کس باندې له مړينې مخکې د حج بدل کولو وصيت ضروري ده، که وصيت يې ونکړ نو په وارثانو يې دا ضروري نه ده چې حج بدل ترې وکړي، او د وصيت کولو په وخت کې وارثان د دې ذمه وار دي ([23]).
مسئله : مراهق، بلوغ ته نږدې، پوه او د حج له مسايلو خبر حج بدل کولای شي، خو په دې کې علماء کرامو اختلاف کړی، لهذا احتياط په دې کې دی چې حتی الامکان بالغ غوره کړی شي ([24]).
مسئله : که چيرته په مکه مکرمه کې يا مکه مکرمه ته نږدې روپۍ ضايع شي او مامور له خپل ځان څخه مصرف وکړي نو د مړي له مال څخه يې اخيستلای شي ([25]).
([1]) رواه الترمذي وقال حديث حسن صحيح، کما فی المشکوة، ص : ۲۲۲.
([2]) جديد مسايل کا حل، ص : ۱۲۴.
([4]) معلم الحجاج، ص : ۲۶۵ – ۲۶۶.
([5]) کفايت المفتی، ج : ۴، ص : ۳۴۳.
([8]) فتاوی عباد الرحمن، ج : ۳، ص : ۲۸۷.
([10]) فتاوی شامي، مطلب شروط الحج، ج :۲، ص : ۶۰۰، الفقه الاسلامي وادلته، ج : ۳، ص : ۵۵، الفتاوی تنقيح الحامدية، کتاب الحج، ج : ۱، ص : ۱۴.
([11]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۲۸۰.
([14]) محموديه، ج : ۱۰، ص : ۴۰۱.
([15]) احسن الفتاوی، ج : ۴، ص : ۵۲۹.
([17]) محمود الفتاوی، ج : ۲، ص : ۲۷۱.
([20]) فتاوی دارالعلوم ديوبند، ج : ۶، ص : ۳۴۳.
([22]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ۵، ص : ۱۵۶.


















