کندهار کې یوه ښځينه پولیسه وژل شوې

کابل ټکی کام ۱۵غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

له کندهار ولایت څخه خبري منابع وايي، چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یوه ښځينه پولیسه د یوه وسله وال برید په ترڅ کې ووژل شوه.

یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي دي، دغه پېښه چې نن له غرمې وروسته رامنځته شوه، د دغه ولایت پ لومړۍ حوزه کې وژل شوې ده.

دغې سرچینې د دغې ښځینه پولیسې نوم نسرین یاد کړی دی.

د دغې پېښې مسئولیت تراوسه پورې چا نه دی منلی.

د یادولو ده، چې څه موده وړاندې د دغه ولایت د پاسپورټ آمریت یوه ښځينه پولیسه د طالبانو له خوا وژل شوې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button