پاکستان د یوولسو طالبانو د اعدامولو پرېکړه لاسلیک کړې

کابل ټکی کام ۱۵غويي/۱۳۹۵، هلال خاورې

پاکستان د هغو یوولسو طالبانو د اعدامولو پرېکړه لاسلیک کړې ده، چې په تښتونو، پر پولیسو او پوځيانو باندې په بریدونو تورن وو.

د پاکستان د پوځ خبري منابعو پرون وویل، چې د پوځ لوی درستیز راحیل شریف د دغو یوولسو طالبانو د اعدامولو پرېکړه لاسلیک کړې ده.

مګر دغو سرچینو د دغو یوولسو طالبانو د اعدامولو نېټه څرګنده نه کړه.

په ترلاسه شویو خبرونو کې د څلورو محکومینو نومونه (مولوي دلبر خان، حمیدالله، محمد نبي او رحمت الله) په ډاګه شوي دي.

ویل کیږي، چې دغو څلورو تنو په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د پولیسو د یوه قومندان او د دوو لوړپوړو پوځیانو پر وژلو اعتراف کړی دی.

باید ووایو، هغه حکمونه چې د پوځي محکمو له لورې صادریږي، د جنرال راحیل شریف له تأیید پرته نه عملي کیږي.

د یادولو ده، چې تېر کال د کب په میاشت کې هم د دیارلسو طالبانو د اعدام حکم د راحیل شریف له خوا تأیید او عملي شو.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button