کابل ټکی کام ۱۶غويي/۱۳۹۵، ارین خان
د فلسطین د فوټبال ټولنې له لورې د افغانستان فوټبال فدرېشن ته په استول شوي لیک کې راغلي دي، چې دوی لېواله دي، تر څو د سوریې په وړاندې د فوټبال لوبه په افغانستان کې وکړي.
د فلسطن د فوټبال ټولنې له افغانستان څخه د کوربه توب غوښتنه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لارې د افغانستان فوټبال فدرېشن ته سپارل شوې ده.
د افغانستان د فوټبال فدرېشن هم د فلسطیني چارواکو د دغې غوښتنې هرکلی کړی دی، او دا غوښتنه یې د دوی پر فدرېشن د فلسطین د فوټبال ټولنې باور نښه بللې ده.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ډېریو لوبو کوربه توب په شارجه کې کوي، او د فوټبال لوبډله یې کوربه توب په ایران کې کوي.
ښایي دا غوښتنه په هغه صورت کې وي، چې افغانستان د سم میدان پر برابرولو وتوانیږي.
د یادولو ده، چې د فلسطین د فوټبال ټولنې له افغانستان څخه دغه غوښتنه به افغانستان په پردیو هېوادونو کې له کوربه توب خلاص کړي، او په خپل افغانستان کې به د نړیوالو لوبو اعتبار پیدا کړي.
















