امنیتي ځواکونه ادعا کوي، چې هلمند کې یې د طالبانو زندان مات کړی

کابل ټکی کام ۱۷غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د افغانستان د ملي دفاع وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د طالبانو یو زندان مات کړی، او ۶۰ تنه بندیان یې خوشي کړي دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي، دغه زندان د یو لړ عملیاتو په پایله کې مات شوی، چې تېره شپه ۱۰ بجې ترسره شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي، د دغو عملیاتو په پایله کې دوه طالبان هم وژل شوي، او درې تنه نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې دا زندان د طالبانو د یوه قومندان (عبدالرحیم) په نوم یاد کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د طالبانو له زندان څخه یې ۶۰ بندیان خوشي کړي دي.
ویل کیږي، دغه بندیان ښایي د امنیتي ځواکونو اړوند کسان وو.
له بلې خوا د هلمند د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان داوود شاه وفادار وایي، چې له دغه زندان څخه یې ۶۶ بندیان خوشي کړي دي.
طالبانو تراوسه پورې د دفاع وزارت د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.



