امریکا پر نیجریا د ۱۲ جنګي الوتکو د پلورلو نیت لري

کابل ټکی کام ۱۷غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
نړیوالو خبري رسنیو خبر ورکړی دی، چې امریکا پر نیجریا د ۱۲ سپکو جنګي الوتکو د پلورلو نیت لري.
رويټرز خبري اژانس لیکلي دي، چې امریکا دغه الوتکې نیجریا ته د بوکوحرام ډلې د ځپلو لپاره ورکړي دي.
دغه اژانس د دغو الوتکو نوم (Super Tuca- A29) یاد کړی دی.
د نیجریا ولسمشر محمد بوهاري ویلي دي، چې دی د بوکوحرام ډلې د ځپلو لپاره د خپلو ځواکونو پیاوړي کول له خپلو لومړیتوبونو څخه ګڼي.

بوکوحرام ډله چې په نیجریا هېواد کې فعالیت کوي، داعش ډلې پورې تړلې ډله ده، او نیجریا کې په ډېرو خونړیو بریدونو کې لاس لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button