راتلونکو درو میاشتو کې به امریکا افغان هوایي ځواک ته ۱۲ چورلکې ورکړي

کابل ټکی کام ۱۸غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د افغان هوایي ځواک له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې راتلونکو درو میاشتو کې به امریکا دوی ۱۲ چورلکې ور کړي.
په خبرپاڼه کې د دغو چورلکو نوم (۱۲ MS-530S) یاد شوی دی، چې د راکټ وسله ټکنالوژۍ هم لري.
د افغان هوایي ځواک عمومي قومندان جنرال عبدالوهاب وردګ وایي، له جون څخه تر اګست پورې به هره میاشت دوی ته ۴ چورلکې تسلیمیږي.
امریکایي رسنیو هم ویلي دي، چې افغان هوايي ځواک ته به د چورلکو تر څنګ ۱۲ میلیونه امریکایي ډالر هم ورکړي.
له بلې خوا ملي دفاع وزارت وايي، چې د امریکا له دغې مرستې وروسته به دوی ۱۹ راکټ لرونکې چورلکې ولري.



