د لویې پکتیا خلکو چېرته یاست؟

هېواد خوږیاڼی

په هېواد کې بغیر له پښتونه چې هر قوم هرڅه کوي، هېڅوک څه نه وايي؛ خو که پښتون غږ پورته کړ، بیا لومړی پښتون ورته وايي، تعصب مه کوه!

د خپل حق اخېستل هېڅکله تعصب نه دی او که هرڅوک خپل حقوق غواړي خیر دی؛ خو که پښتون د خپل غږ اوچتولو وویل، بیا معتصب هم دی او بې فرهنګه هم!

په هېواد کې تاجک، ازبک، هزاره او نور قومونه خپلې ټولنې لري، چې بغیر له خپل قومه پکې بل څوک نشته، خو که پښتون په یوه اداره کې دوه تنه هم شول، نو بیا ټول چیغې وهي، چې پښتانه خپل خلک پالي او نورو ته حقوق نه ورکوي.

ټوټاپ د هغه برېښنايي پروژې نوم دی، چې برېښنا به یې پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو ته ورسېږي او په دغه پروژې کار روان دی؛ خو په کابل کې د هزاره ګانو مشرانو ددغه پروژې مخه نیولې او غواړي ددغه پروژې ستنې د بامیانو له لارې تېرې شي او برېښنا باید لومړی بامیانو ته ورکړل شي او بیا نورو ولایتونو ته.

د جرمني د یوې کمپنۍ (فچنر) څېړنې وايي، د سالنګ له لارې ددغه پروژې لېږد اقتصادي دی او که چېرې دغه پروژه د بامیانو او وردګو له لارې تیریږي، نو ۷۹ کیلیومټره یې لاره اوږدیږي او هم پرې اضافي لګښت راځي، چې ددغه پروژې مشرانو د پیسو د ورکولو څخه ډډه کړې.

محمد محقق، کریم خلیلي او سرور دانش هغه څېرې دي، چې ددغه پروژې په مخ کې خنډ شوي دي او نه غواړي چې دغه پروژه د سالنګ له لارې تېره شي.دوی دغه پروژې ته قومي رنګ ورکوي او د احساساتي هزاره ګانو له احساساتو ناوړه ګټه اخلي.

د تېرو څو ورځو راهیسې په بامیانو کې لاریونونه روان دي او غواړي چې اوسنی دولت دغه پروژه د بامیانو له لارې تېره کړي؛ خو د لویې پکتیا خلک تراوسه چوپ دي. نه یې تراوسه کوم لاریون وکړ او نه د لویې پکتیا قومي ټیکه دارانو په کابل کې خپل غږ اوچت کړ.

د لویې پکتیا، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایت اوسېدونکو ته پکار ده، چې دوی هم ورته لاریونونه پیل کړي او خپل حقه حقوق که د هرې لارې وي ترلاسه کړي. که دوی چوپ پاتې شي، نو بیا هېڅ پښتون د غږ اوچتولو حق هم ونه لري او نور قومونه به ورنه همداسې خپل حقوق اخلي او پښتانه به ویده وي.

زه تعصب نه کوم؛ خو د لویې پکتیا د خلکو د ویده پاتې کېدو له امله خواشینی یم.

یادونه:په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکني او مطالب د لیکوال نظر څرګندوي د کابل ټکی کام د نظر توافق ورسره شرط نه دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button