
کابل ټکی کام له خپل هر مینه وال څخه ۲۵ زره ځله مننه کوي
کابل ټکی کام ۱۹غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
دا چې افغان مجاهد ولس تل د حقایقو اورېدو ته ډېره تلوسه کوي، او غواړي، تر څو د حقایقو اورېدو لپاره لرې لرې ځایونو ته سفرونه وکړي، دغه ولس چې ډېر پر حق مین ولس دی، تل په هر ځای او په هر حالت کې حق ته تسلیم شوی، او د حق د دفاع لپاره یې خپل بدن ذره ذره کړی.
کابل ټکی کام اداره کوښښ کوي، چې دغه پر حق مین ولس ته حقايق وړاندي کړي، ترڅو خپل رسنيز حق ادا کړي.
کابل ټکى کام د ملت غږ انعکاس کوي، همدا لامل دى، چې ملت د دغې ادارې د فیسبوک پاڼې خوښول توند کړي، د کابل ټکى کام د مینه والو شمېره ۲۵زرو ته ورسېده.
کابل ټکی کام اداره له خپل هر مینه وال څخه ۲۵ زره ځله مننه کوي، کابل ټکى کام ډاډ ورکوي، چې د مينه والو د مينې په بدله کې به خپلې خپرونې نورې هم پیاوړې او تېزې کړي.
کابل ټکی کام اداره چې د خپل ولس د ارمانونو د غوټیو د وا کولو لپاره هڅې کوي، په دې وروستیو کې یې د ټویټر له لارې هم خپرونې پیل کړې، او ښايي په راتلونکي کې به د ټلیګرام له لارې هم خپرونې پيل کړي.
زمونږ د ادارې د فیسبوک پاڼې د مینه والو د زیاتېدو لامل یو هم دا ګڼلی شو، چې د کابل ټکى کام اداره تل کوښښ کوي، د خپل ولس په مشوره او د دوى د غوښتنو پراساس خپرونې وکړي.
کابل ټکى کام په ډېره کمه موده کې د لیکلې بڼې د خپرونو تر څنګ ویډیويي خپرونې هم پيل کړي دي.
کابل ټکی کام له ټولو هغو لیکوالانو غوښتنه کوي، چې د خپل ولس پر هر درد دردیږي، د هغوی د غږ په پورته کولو کې لیکنې کوي، مونږ ته د لیکنو په رالېږلو کې سستي ونه کړي، کابل ټکى کام یې ورته په ورین تندي نشر ته سپاري.
کابل ټکی کام له خپلو مینه والو څخه غواړي، چې د فیسبوک پاڼې په خپرولو کې ورسره مرسته وکړي، تر څو نور ولس یې هم د غږ په اورېدو د سکون ساه واخلي.
https://www.facebook.com/kabull.khabaroona/



