
دسیاسي بندیانو اعدام دکومو اصولو له مخي
نن دکابل دپلچرخي په زندان کې څو سیاسي بندیان په پټه اعدام شول, داچي دغه اعدامونه دکومو اصولوله مخي ترسره شوي دی معلوم نه دي!
دا اعدامونه اومحکمې نه له شرعي اصولو سره سمون لري اونه هم دافغانستان داساسي قانون له مادو سره, په وار وار بشري نهادونو له قضايې اوعدلي ارګانونو څخه غوښتنه کړي ده چي داعدامونو لړۍ ودروئ خو سر زوري چارواکې بیاهم داعمل ترسره کوی اوپه ډیر قساوت سره سیاسي بندیان اعداموي .
دغه اعدامونو ته که حکومت د بندي داقرار په اساس جواز ورکوي خو دا ښکاره خبره ده چې په امنیتي ارګانونو او څارنوالیو کې دبندې نه دکوتک او زور د لارې نه اقرار آخستل کیږي او کوم اقرار چې د زور او جبر دلارې نه واخیستل شي په هیڅ قانون کې هم اعتبار نلري نه په نړیوال قانون كې او نه هم په شرعي قوانینو کې.
په ټولو قوانینو کې په زور او جبر اقرار اخستل منع بلل شوی او دوی چي دوسیې برابري کړې نو دزور او جبر د اقرار لمخي برابري کړې دی. دوی چې له بندیانو تحقیق کوي دشکنجې له لاري نه یې دجرم په اعتراف مجبوروي.
ایا په شکنجې سره اعتراف دمحکمې په وړاندی اعتبارلری اوکنه ؟
اول : اقرار او اعتراف دافغانستان دنافذه قوانينو او اسلامی شريعت په چوکاټ کې بايد په خوښه ، آزاده فضاء، دصحت او عقل په حالت کې اودقاضي پروړاندې بايد وي، چې په دې اړه دافغانستان دولت دجزايی اجراءاتو قانون ۳۰ماده مکمل وضاحت لري وايي:
کوم اقرار اواعتراف چې په زوره واخستل شي شرعی اوقانونی اعتبار نه لری.
اوشرعی مسئله ده چې ( بناءالاقرار الحاصل بالجبري و الاكراه لا يصح )
همدا راز دافغانستان اساسی قانون (۲۹) ماده دانسان تعذيب تر روحي فشار لاندی راوستل روا نه ګڼي.
شریعت مطهره هم داعتراف بالجبر په اړه په وضاحت سره وايې چې (الاقرار يكون بين يدی القاضي و الا لم يعتبر)
بحر الرايق اول جلد داعتراف بالجبر په اړه وايې چې :
( لا يعتبر الاقرار عند غير الحاكم. ولو كان اربعة مرات )
په نړيوالو بشری حقوقو کې ھم دزور او فشار اعتراف دمنلو وړ نه دی چې په دې اړه دنړيوالو مدني ميثاق اوسياسی حقوق ( ٣ (فقره (ز)بند (١۴ (ماده وايې چې ( متهم و مظنون مجبور نشود كه عليه خودشهادت دهد
هغه بندیان چي نن اعدام شول دکومو اصولو لمخي داعدام تررسۍ ورسول شول ایادوی نه و شکجنه شووي؟
ایا له دوی څخه په زور اقرار نه و اخستل شوی؟
ایا دوی ته حق ورکړل شوی وچې وکیل مدافع ولري؟
نه هيڅکله نه نو بیا ولي هغه څه وشول چې دټولو قوانینو خلاف دی



