ټیپو سلطان شهید

یو ستر تاریخي او په زړه پورې داستان
دا چې د اسلامي امت سپیڅلي کاروان په هر وخت او زمان کې د دین بې شمیره ساتونکي زیږولي او هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وینا مطابق چې: الله تعالی دا دین په هرو سلو کلونو کې د یوه مجدد شخصیت په پیدا کولو سره نوی او تازه او غښتلی کوي.
نو که په دې اړه وګورو او فکر وکړو نو وبه مومو چې الله تعالی د خپل پیغمبر د وینا مطابق په هره پیړۍ کې د دین بې شميره تجدید کوونکي کرکټرونه پیدا کړي دی او د دین د ساتنې په موخه یې ګمارلي دي.
مثلاً: عمر بن عبدالعزیز، امام ابو حنیفه، او د هغه شاګردان امام محمد، امام ابویوسف او درې نور مشهور امامان لکه امام شافعي، امام مالک، امام احمد بن حنبل رحمة الله علیهم اجمعین.
همدا راز، امام ابن تیمیة، امام مجدد الف ثانی، ملا علي قاري، شهید امام حسن البناء، شهید امام سید قطب، سید جمال الدین افغاني، صلاح الدین ایوبي، شهید عمر المختار، علامه اقبال لاهوري، محمود الحسن ندوي، شهید اسامه بن لادن، ملا محمد عمر، او داسې نور بې شمیره مشران چې له جملې نه یې یو هم شهید ټیپو سلطان دی؛ چې په هند کې یې د انګریزي استعمار پر وړاندې نه هیردونکی حماسې او سرښندنی ترسره کړي دی او بالآخره د همدغو قربانیو په پایله کې د شهادت لوړ مقام ته رسیدلی دی، روح دې یې ښاد وي او الله تعالی دې د نورو جنتیانو، نبیانو، صدیقینو، شهیدانو او صالحینو سره په جنت کې ځاي ورکړي او الله تعالی دې د هغه ټولې قربانۍ په خپل دربار کې قبولې او منظورې کړي. آمین
نو دا چې د مۍ میاشتې څلورمه د هغه د شهادت ویاړلې ورځ ده په همدې مناسبت ګرانو او درنو لوستونکو او مینه والو ته د دغه له فخره ډک شهید د مبارزې او جهاد زړه راښکونکی مفصل داستان وړاندې کوو، په دې هیله چې د مظلوم اسلامي امت مینانو زخمونو ته د ملهم پټۍ وګرځي.
په درنښت
اداره
ابو الفتح علي سلطان ټيپو شهید
د الماس ایم اې لیکنه
داستاد قریب الرحمن سعید ژباړه
د جنوبي هند دبنګلور د ولایت شمال شرق ته نزدې په دوه ویشت میله واټن کې د دیون هلي هغه بختور کلی پروت دی چیرې چې دزمکې په سر د وخت د ستر واکمن نواب حیدرعلي خان ستر او ویاړلی ځوی ابوالفتح علي سلطان ټیپو پیدا شوي وو .
دغه ځلیدونکی لعل و ګوهرد۱۱۶۳هجرې کال د ذو الحجې په شلمه (۱۷۵۲م کال) دشنبې د ورځې په لمړیو ساعتو کې نړۍ ته راغې .
سلطان د کلې نه بیرون په یوه کور کې وزیږید، خو اوس هغه کور نه شته، دهغې په ځای یوه چوتره جوړه شوې. د چوترې د پاسه یوه لیکنه ایښوول شوې چې په کې د سلطان دپیدا کیدو تاریخ لیکل شوې. ددې چوترې شاوخوا یو کوچنی دیوال را چاپیر کړل شوی دی.
سلطان ټیپو په ډیرو عجیبو حالاتو کې پیدا شوی وو. دهغه پلار نواب حیدر علي خان دوه ودونه کړي وو. کله چې هغه نولس کلنۍ ته ورسید نو د میسور وزیر«نندراج» ورته په خپلو مصارفو د سراکي داوسیدونکي میا پیرزاده شاه لور واده کړه ، ددې ښځې نه یې یوه لور پیدا شوه ،خو بیا دا ښځه پخپله معذوره شوه.
څه وخت وروسته پخپله همدې معذورې ښځې حیدر علي خان مجبور کړ چې دویم واده وکړي. دهمغې په مشوره حیدر علي خان د میررضاعلي خان د خور فاطمه بیګم سره چې د فخرالنساء په نامه یی شهرت درلود واده وکړ.
معذورې ښځې یې په دې خاطر د دویم واده کولو اجازه ورکړې وه چې د دویمې ښځې دګیډې نه حیدر علي خان د نارینه زوی خاوند شي او په دې توګه یې نسل دوام ومومي .
حیدرعلي خان هم دا دویم واده د نارینه زوی دپیدا کیدو په خاطر وکړ خو دهغه دا ارمان پوره کیدونکی نه ښکاریدو. ځکه دشپږو کالو د تیریدو سره سره دهغه داوسیدو ماڼۍ دهغه ګوهر نه چې زوې یی باله، خالي پاته وه.
په همدې ورځو کې د فاطمې یوې ملګرې هغې ته وویل چې الله ته ډېره دعا وکړي، ترڅو دنارینه اولاد خاونده شي.
دفاطمې په زړه کې د خپلې ملګرې خبره کیوته، او دا خبره یې خپل میړه ته په دومره شدو مد سره وکړه، چې دواړو میړه او ښځې الله تعالي ته په دعاوو لاس پورې کړ. دا دعاګانې قبولې شوې، او کله چي یې زوی پیدا شو نو نوم یې پرې ابوالفتح فتح علي ټيپو سلطان کیښود.
دټيپوسلطان دپيدا یښت سره سم د حیدرعلي خان قسمت هم وغځید، په یوه کال کې یې لوړه رتبه واخسته او د ډنډیګل والي وټاکل شو. بیا ورته الله تعالی د بازو دومره ځواک ورکړ چې د والایانو او پادشاهانو قسمتونه هم دهغه اشاروته اړ او محتاج وګرزیدل.
بیا په راتلونکو څوکالو کې داسې پیښې منځته راغلې چې د ۳۳ کلیو څخه جوړ شوی د میسور ولایت، چې دکرشنا ددریاب په جنوب کې پروت وو، ټول جنوبي هند یی په خپل ځان کې را ونغاړه او دولایت څخه یی د یوه ستر مملکت بڼه ځانته خپله کړه.
پایلې یې داشوې چې د ارکاټ ( محمدعلي ) او د دکن نظام چې دواړه ډیر ستر او مستحکم اسلامي ریاستونه وو ، کله به یې د میسور دسلطنت په لور ددوستۍ لاسونه اوږدول اوکله به یې ددې سلطنت د بیخ ویستلو او له منځه وړلو لپاره لاس پښې وهلې.
برسیره پر خپلو، پردیو، لکه انګریزانو، فرانسویانو ، دلندیزانو او مرهټیانو هم دحیدر علي دا ځواک ښه نه ایسیده، ځکه هغوی په دومره چټکۍ سره ددې ځواک د ځواکمن کیدو څخه سخت په ویره کې لویدلي وو.
نور بیا …



