طالبان: د خپلو اعدام شویو ملګرو غچ به اخلو
کابل ټکی کام فرید احمد
نن سهار شپږ بجې د کابل دولت شپږ طالب بندیان د ولسمشر غني په امر د پل چرخي په زندان کې په دار وځړول.
طالبانو یې په اړه له بل هر وخت توند غبرګون ښودلی دی. د طالبانو له اړخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې (نن د کابل د ادارې خپل له قساوته ډک وحشت ترسره کړ) او دا یې د دولت یو بزدلانه عمل یاد کړ، او خپل ملګري یې د سپيڅلې لارې شهیدان یاد کړي دي، دغه اعلامیه د قرانکریم په هغه مبارک آیت باندې پيل شوې چې فدایې ځوانان، او هغه چې قرباني ورکولو ته تیار دي، پکې ستایلي دي.
طالبان وايي، ملګري یې همدا ارمان لري چې شهیدان شي او همدا یې هدف دی چې ورته ورسید، او ددوی له کورنیو سره یې همدردي ښودلې ده.
په اعلامیه کې راغلي، که چېرې په دار ځړول او د خلکو په وژلو سره حکومتونه کېدای شوای نو کمیونستان به اوس د نړۍ واکمنان وای.
د طالبانو په دې اعلامیه کې ښکاري چې ډېر ژر به له دولت څخه د خپلو بندیانو غچ واخلي او خپلو ملګرو ته یې ډاډ ورکړی دی چې د دولت ټولې هغه ښکېلې ادارې به په نښه کړي چې پدې عمل کې لاس لري او همدارنګه نور دولتي مامورین به هم په ارام ساه وانخلي.
«موږ د دښمن دغه ډارن عمل په ترټولو کلکو ټکو غندو، شهادت زموږ د مجاهدینو وروستۍ آرزو او آرمان دی، په داسې کولو سره دښمن نشي کولای خپلو شومو موخوته ورسیږي، که دخلکو په شهادت رسولو سره چا بریا ګټلای شوای نو کمونستان به اوس د افغانستان څه چې د ټولې سيمې واکمنان وو.
اوس به ان شاءالله مجاهدین د دښمن ټولې هغه ښکيلې ادارې د خپلو لومړنیو نظامي اهدافو په پلان کې داخلوي چې دمحبوسینو د شهادت سبب ګرځيدلي دي، دوی به یو هم د آرام ساه وانخلي اونه به يې هم اړوندان په اطمنان سره ژوند وشي کړای.
موږ له دښمن څخه د انتقام اخيستلو لپاره په زرګونه مجهزفدايي مجاهدین لرو، موږ به خپل وار هيڅکله هم پرې نږدو.».
نن ورځ په کابل کې سخته وېره خوره شوې ده او ټول خلک له یو قسم وارخطایئ سره مخ دي، هېڅوک هم په ډاډه زړه خپلو دفترونو ته نشي تلای.
له کابل، مزار، هرات، کندهار، ننګرهار او نورو ولایتونو څخه مونږ ته پيغامونه راغلي دي چې دوی د دولت مامورین دي او ممکن د یوې هفتې لپاره خپلو دفترونو ته ولاړ نشي ځکه چې کېدای شي، طالبان د خپلو ملګرو غچ اخیستو کې بېړه وکړي او پر چا هم رحم ونکړي.



