دبندیانو اعدامول د یوبل ناورین پیلامه

لیکنه / ابوبلال
په ډیر تأسف سره مو خبر ترلاسه کړو چې نن دافغان مزدور دولت له لورې دطالب بندیانو له جملې څخه یئ شپږ تنه په شهادت ورسول او داعدام په نوم یئ خپل وحشت څرګند کړو   !!!!
لومړی خو دشهیدانو کورنیئو خپلوانو دوستانواو دآمارت اسلامي مشرانودشوری غړو او او په سنګر کې ناستوغازیانو او تمامو مسلمانانو ته دتعزیت اوغمشریکۍ پیغام وړاندې کوم او شهیدانو ته دقربانۍ دقبولیت او اجر غوښتنه کوم   !!!
سوال دادی چې آیا دبندیانو په وژلو شهیدولو به دهیواد او ملت اساسي ستونزې حل شي آیا له دې وړاندې لږ وژنې او شهادتونه وشوه آیا دامریکا او ناټو له راتګ وروسته څو سوه زره افغانان شهیدان شوه څومره پیغلې کونډې شوې څومره ګلالي ماشومان یتیمان شوه څومره زلمي معیوب شکنجه او دکفارو او مزدورانو له خوا دتورو تمبو شاته واچول شوه ستونزه حل شوه دجهاد او سپیڅلي مقاوت لمن ټوله شوه که لا پراخه شوه   !!!
آیا دامریکا او مزدورانو له خوایې دظلم کوم داسې مثال اوبیلګه شته چې په هیواد کې  تکرار نه شوه دهیواد مظلوم ملت له کوم وحشت سره مخ نه شو زما په اند دامریکا له خوا دبندیانو اعدامول خپل وحشت تکرارول دکمونستانو او وروسانو دوخت مظالم او قتلونه او وژنې او له بلې خوا دګلبدین حکمتیار سره دسولې په نوم نه بښونکې معاهدې اوتړونونه لاسلیکول دادواړه سره یو پټه هماهنګي لري   !!!
که چیرته په ځیر سره یادې ستونزې ته پام وشي شاید دیو ساده افغان سر هم پرې خلاص شي چې له یوې خوا دمزدور دولت له لورې دبندیانو شهادت او وحشت خورول اوله بل لورې دحکمتیار راتګ او ورته په دولت کې ځای ورکول اوس به طالب شازلمي په هر قیمت دخپلو ملګرو دانتقام له عزم سره میدان ته دملکوتي نعرو په بدرګه راودانګي او ددولت داردواو تمامو دفاعي ارګانونو په شمول به دحزب اوګلبدین ډله هم ددې کمپائن مهمه برخه شي او دطالب اومجاهد دځپلو په موخه به له امریکایانو اومزدور دولت ساتنه او دفاع کوي چې دا به په هیواد کې یو لوی او نوي ناورین ته لار هواره کړي او دامریکا دایوه طرحه چې افغانان باید په خپلو کې سره دقومیت او ژبني او مذهبي او ازاد خیالۍ او سخت دریځۍ په نوم خپل منځي جګړې وکړي او هیڅ کوم امریکایئ اوخارجي اشغالګرفوځي ونه وژل شي چې دا زمونږ دهیواد اوملت لپاره یوه نه جبرانیدونکي اوتاریخي ضیاع ده   !!!!
مؤمن اومجاهد هیوادوال باید ویښ او ځیرک اوسي او ددښمن دغه توطیئو ته بیخي زیات متوجه واوسیږي ترڅو دکفارو او مزدورانو دغه شوم پلانونه او ناولې ارادې له خاورو سره اورې کړي  !!!!
په آخر کې یو ځل بیا په دولت غږ کوم چې دبندیانو له اعدامولو او وژلو لاس واخلي اوکه نه دطالب دانتقامي بریدونو له سخت غبرګون سره به مخ شي نو شاید داهیواد او داملت له یو سخت او ستونزمن کړکیچ سره لاس اوګریوان شي چې بیا به دوی داور دمړ کولو هڅې کوي مګر ددې اولس دطالب اومجاهد سوځیدلي احساسات به بیا دقراریدو امکان نه وي نو ځکه په محاکمو کې ناستو قاضیانو او دپولیسو او اردو په شمول په تمامو ارګانونو غږ کوو چې له دغه وحشي عمل لاس واخلۍ که نه نو ددې اساسي ستونزي بدعواقب به ستاسو په غاړه وي
په هیواد کې دشرعي اواسلامي نظام دپلي کیدو په هیله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button