لیکوال: ص.صاحبزاده
تر هر څه د مخکې باید اول دروانې جګړې اصل ته وکتل شي، چې دا جګړه د چا او له چاسره روانه ده.؟
دویم باید د جګړې علت څرګند شي، چې په څه شي باندې دې دغه جګړه روانه ده.؟
د پورتنیو دوه و پوښتنو ځوابونه کولای شي چې مونږ ته دروانې جګړي حقیقت او ماهیت را وښایې.
کومه جګړه چې په افغانستان کې نن سبا روانه ده ،دا خو له هېڅچا هم پټه نده، چې د امریکا او د طالبانو تر مینځ جګړه ده. او علت یې هم معلوم دی، هغه داچې امریکا په افغانستان باندې یرغل کړی، ملک یې اشغال کړی، د قران کریم په مقابل کې یې قانون اساسي رامخ ته کړی، ملي ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړي. دمسلمانانو حقوق یې پېمال کړي…
چې طالبانو یې مقابل کې جهاد اعلان کړ،او د همدغو پورتنیو علتونو په بنسټ داجکړه شوروع شوي چې تر اوسه روانه ده .
پورتنیو خبرو ته په کتلو سره دا مونږ ته معلومه شوه، چې روانه جګړه کورنۍ نه، بلکې د ادیانو جکړه ده . دا جکړه اوسنۍ او پرونۍ نه، بلکې دا جکړه هاغه د موسی علیه السلام او د فرعون جګړه ده. دا جګړه د مادیاتو جکړه نه بلکې دا د محمد صل الله علیه وسلم او د ابو جهل تر مینځ جکړه ده. چې طالبان د محمد (ص) عسکر دي، او امریکایان او ملګري یې د ابوجهل پلویان او ملګري دي. دا داسې یوه وړه او دمادیاتو په سر کورنۍ جګړه نه، بلکې د ارزښتونو جګړه ده.دلته دایمان او د شیطان جګړه ده،
دلته د هلال او دصلیب جکړه ده، دا پرونۍ او ننۍ نده، بلکې اوږد پس منظر لري،
ډیري ځوانۍ پکې خاورې شوي، بلا ککرۍ پکې رغړیدلي،بلا میندې پکې بورې شوي،ډیري ناویانې پکې کونډې شوي، ډیر ماشومان پکې یتیمان شوي،
دا د وینو او دککریو د نذرانه کولو جګړه ده.
دلته د هلال او د صلیب جګړه روانه ده، دلته د موسی او د قارون مقابله روانه ده، دلته د بدر دمیدان یوه لویه ننداره روانه ده. دلته جګړه د عمري ځواک په لاس کې ده، دا جګړه د عمر په نوم شوروع شوي او دعمر په نقش قدم روانه ده، دلته حق او د باطل معرکه روانه ده، او بیا ته ووایه ؟ چې د حق جګړه څنګه دمادیاتو او کورنۍ جګړه کیدلای شي. !
عمري جګړه څنګه خپلمځي جګړه کیدلای شي!؟
نه هېڅکله نه! هېڅکله هم روانه جګړه، کورنۍ جګړه نه شي کیدای.
ځکه چې دا دسلام او د کفر جګړه ده.
دا دې قرآن پاک او ډیمکراسۍ جګړه ده.
دادې امارت او جمهوریت جګړه ده.
څوک که دا جګړه کورنۍ او خپلمينځۍ بولي، هغوی یا خو له اسلام نه ناخبره دي، یا منافقین دي له مقابل لوري سره د اسلام په ضد ښه کلک ولاړ دي.
د یو ازاد، خپلواک، سرلوړي افغاستان په هیله


















