په غني خېلو ولسوالۍ کې په برید کې یو محلي پولیس وژل شوی

راپور : سمسور ( پنج شنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۵)
دهېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې امنیتي چارواکي وایي، په غني خېلو ولسوالۍ کې په برید کې یو محلي پولیس وژل شوی او شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین وویل، برید د غني خېلو ولسوالۍ روغتیایي کلینک ته څېرمه شوی دی. د مشرقیوال په وینا، بریدګر هغه وخت دځان پورې تړلو چاودیدونکو توکه ته چاودنه ورکړه چې پولیسو دتالاشۍ لپاره ودراوه.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند وایی: په بریدکې یو پولیس وژل شوی او نور شپږ تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي


