په هرات کې یوه تن دژوندۍ میرمنې دقتل په تور ۷ کال زندان تیر کړ

راپور : سمسور (پنج شنبه ۲۳ثور ۱۳۹۵)

د دهرات ولایت یو اوسیدونکی وروسته تر هغو چې د خپلې مېرمنې د وژلو په تور یې اوه کاله او شل ورځې بند د هرات په زندان کې تېر کړ، اوس د ۷کاله زندان تیرولو وروسته په دې خبر شوی چې مېرمن یې ژوندۍ ده.

عبدالقادر په ۱۳۸۷کال کې وروسته تر هغه چې ونه توانید خپله بې ګناهي ثابته کړي په ۱۶کاله بند محکوم شو. دی هغه مهال ونیول شو چې د ده د مېرمنې په سینګارتون کې داسي یوجسد وموندل شو چې په اور کې سوځیدلی او دپیژوندلو نه و.

د مېرمنې خپلوانو دی د خپلې ښځې په وژنې تورن کړ. د ده  د بند موده په بېلابېلو مناسبتونو د ولسمشر د فرمانونو په بنسټ رالنډه شوه او ۴۰ورځې مخکې خوشی شو، خو یوازې څلور ورځې مخکې په دې خبر شو چې مېرمن یې ژوندۍ ده.

د وژل شوې ښځې هویت نه دی پېژندل شوی، خو پولیس د عبدالقادر د مېرمن په ګډون شپږ تنه نیولي دي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button