کابل ټکی کام ۲۵غويي/۱۳۹۵، عبدالهادي همت
تیره ورځ دهرات ولایت دوالي ویاند جیلاني فرهاد رسنیوته په لیږل شوې خبر پاڼه کې ادعاکړې وه چې دهرات ولایت په شنډنډولسوالۍ کې له طالبانوسره په مخامخ جګړه کې ۳۵ طالبان وژلي دي دوالي ویاندهمدارازویلي چي په یاده نښته کې ګڼ شمیرطالبان زخمیان کړي هم دي.
نن د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د والي د ویاند فرهاد خبري ردکړې اورسنیوته يې وویل چې دهرات ولایت د شنډنډ ولسوالۍ په مرمز سیمه کې دپولیسوپه امنیتي پوستوباندې وړمه ورځ بریدونه ترسره کړل ۷پوستې يې مکملي ونیولې کله چې یادي سیمه ته د چټک غبرګون قطعه راورسیده ترڅو نیول شوې پوستې بیرته ترلاسه کړي دطالبانو له بریدونوسره مخ شول طالبان وايې په دې اوږده جګړه زموږ ملګروته کوم زیان نه دی اوښتی طالبان زیاتوي چي دکابل اداره دتلفاتو د اوازو په خپرولوسره غواړي خپلوعسکروته روحیه ورکړي


















