شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

سوله څوک نه غواړي، افغانان، دملي وحدت حکومت، که طالبان؟!

توریالي خان نشرونکی: توریالي خان
مې 13, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
8
ځلې شریک شوی
99
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام شنبه / لیکنه: شبیر احمد عثماني

د ۳۸ کلونو راهیسې زمونږ ګران هیواد او افغان مسلمان ملت داور او وینو پړاوونه طی کوي، دکمونستانو (خلقیانوـ پرچمیانو) له ظهور وروسته زمونږ هیواد او ولس ښه ورځ ونه لیده.

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

ځکه چې له یوې خوا پردۍ پدیدې کفري ایډیالوژۍ زمونږ هیواد ته را واردې شوې ـ په سل او یونیم سل روبلو یې د پردیو لپاره د خپل هیواد او مشروع نظام په وړاندې دترقۍ او تمدن تر نامه لاندې فعالیتونه پیل کړل او دغو جاسوسانو په نظام کې ژورې ریښې وغځولې، له بلې خوا دافغانستان دمسلمان ملت راسخ اعتقاد او ټینګ ایمان و چې  د دغو روسي جاسوسانو په وړاندې یې ملت د مقابلې په سنګر کې ودراوه.

که څه هم دجګړې توغ ، نوم او کرکټران وخت پر وخت بدل شوي خو دحق او باطل له کرښې یو اړخ هم ندی اوښتی. یو اړخ ته د دیموکراسۍ، ترقي او تمدن وطنپرستۍ او د تروریزم سره د مقابلې په نوم او بل اړخ ته د شوروي اتحاد او یا له امریکا او ناټو نه د هیواد د آزادۍ، هیوادني استقلال او اسلامي نظام د حاکمیت په خاطر مقدسه جګړه کوي.

خو لنډه دا چې د جګړې دا اور ترننه زمونږ په ګران هیواد کې په غرغنډو دی. پدې کې شک نشته چې عام افغانان په خپل هیواد کې سوله، امن، اسلامي نظام، هیوادنۍ استقلال خپل لوړ ارمان ګڼي مګر دافسوس خبره دا ده چې د دیموکراسۍ او ترقۍ غوښتونکي سیاسیون مو دومره د پردیو په چوپړ کې غرق دي، نه خو تجسس کوم عار ورته بریښي او نه هم دهیواد استقلال کوم ارزښت ورته لري.

دوی ته د هیواد ترقي او ملي حاکمیت د پردیو ترچترلاندې غوره لیدل کیږي، د دې لپاره هم خپل هیوادوال وژني او هم د پردیو هر پلان او پروګرام په شد او مد تطبیقول غواړي، نه پخپله کوم نوښت او ابتکار لري او نه هم د افغاني سنتي ټولنې ارزښتونو ته په کوم احترام قائل دي.

د ثور اوومې کرغیړنې کودتاه څخه وروسته زمونږ دهیواد وسلوال پوځ په بشپړه توګه د سیاست ډګر ته راکښل شو او په ډیره بیرحمۍ د افغان مسلمان ملت په وړاندې وکارول شو د خپل ملت توپ، ټانګ، طیاره او نورې وژونکي وسلې د خپل ملت پر سینه استعمال شوې د خپل هیواد کلي، کورونه، مدرسې او جوماتونه یې په کنډواله بدل او هیوادوال یې په لوی لاس ګاونډیو هیوادونو ته په مهاجرت مجبور کړل او دشوري اتحاد د اهدافو او ارمانونو لپاره یې افغانان قرباني کړل.

افغاني کمونستانو (خلقیانو او پرچمیانو) دا فکر ونکړ چې واک او صلاحیت خپلو هیوادوالو ته ورکړي تر څو پردي ونه توانیږي چې دمداخلې لاس افغانستان ته را وغځوي، یوازې د شوروي اتحاد اهداف او ارمانونه ورته محترم و او پخپله په واک کې پاتې کیدل یې دافغانستان لپاره ترقي او نجات باله. نتیجه دا شوه چې یونیم ملیون افغانان ووژل شول نیم ملیون افغانان دتل لپاره معیوب شول، خو بیا یې هم ونشو کړای چې پښې ټینګې کړي بلکې حکومت یې له څوارلس کاله جګړې وروسته چپه شو.

افغانان خوښ و چې له دې وروسته به د آرام ساه واخلي او په عزت کې ژوند به وکړي خو د هیواد او اسلام دښمنانو بیا هم په مستقیم او غیر مستقیم ډول خپل شوم پلانونه داحمدشاه مسعود ، رشیددوستم، ګلبدین حکمتیار، عبدالعلي مزاري او سیاف له لارې پلي کړل د هیواد بیلابیل ولایتونه او پایتخت کابل د وژونکو او ورانوونکو جګړو ډګر وګرځیده، ددې وخت سیاسیونو هم د افغانانو قربانیو ته په درنه سترګه ونه کتل دشر او فساد فتنو غځونې وکړې انارشي حاکمه شوه او سوله دعنقا مارغه وګرځیده. باید ووایو چې دا واربیا هم د خلق او پرچم ګوندونو غړي د حکمتیار، او احمدشاه مسعود په لمن کې پټ او دافغانانو د وینو په تویولو کې یې مهم رول ولوباوه حتی یو داسې حالت راغی چې افغانستان د تجزیې سره مخامخ کیدونکی و، دهیچا سر، مال او ناموس خوندي نه و په ټول هیواد تورتم خپور و.

په ۱۹۹۲ میلادي کال د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ د سپین بولدک نه د طالبانو اسلامي تحریک دولس له منځه راپورته شو د ټوپک سالارۍ او انارشیزم پر خلاف یې داسلامي شریعت ، عدل، سولې او خوندیتوب بیرغ هسک کړ، په لنډ زماني واټن کې یې د هیواد ٪۹۵ خاوره تر خپل کنترول لاندې راوسته، دطالبانو تر حاکمیت لاندې سیمو کې یو داسې بې ساری امن او سوله رامنځته شوه چې د هر افغان سر، مال، او ناموس خوندي شو حتی کمونستانو ته هم امن و د یو افغان په توګه له خپلو ټولو حقوقو نه برخمن و.

مګر ایران، هند، روسیې او امریکې دطالبانو حکومت نشو زغملی. ځکه چې د دوی اغراض پکې نه ترسره کیدل او دخپلو ایجنټانو په توسط یې هڅه وکړه چې طالبان رانسکور او پر ځای یې خپل جاسوسان قدرت ته ورسوي. یادو هیوادونو دطالبانو مخالفینو ته وسلې پیسې او ټول امکانات ورکول خو افغانانو ته یې دسولې نیکمرغه ژوند نه پیرزو کیده.

د دې سره ـ سره بیا هم طالبان ښه په قوت سره مخ په وړاندې روان و د طالبانو د پرمختګ او سولې راز ټول داسلامي شریعت په حاکمیت، دخپل امیر په بشپړ اطاعت، په ورسپارل شویو دندو کې بې ساری اخلاص او دخپل هیواد او ولس سره په مینه کې نغښتی و. طالبانو ترټول ستر او مهم کار دا وکړ چې هیواد یې له تجزیېې وژغورلو، ملي یوالی یې وساته او د خپل هیواد ټولې پولې یې په میړانه وساتلې.

د طالبانو په لیکو کې هیڅ پردي جاسوس ځای نشو پیدا کولی ، د ملا محمد عمر مجاهد په یو فرمان کوکنار بند شول په یو فرمان ولسوال والي والي ولسوال وزیر رئیس او رئیس وزیر کیده ، وزیرانو یې باډیګارډان نلرل د لمانځه پروخت  به وزیران تنها تنها په چپلو کې مسجدونو ته روان و.

دا هغه څه و چې نه امریکا ته د زغملو وړ و نه ایران ته، نه روسانو زغملی شول او نه پاکستان، که څه هم ډیر خلک پدې اند دي چې پاکستان دطالبانو ملاتړ کاوه او یا یې اوس ملاتړ کوي خو حقیقت دا دی چې هغه وخت هم پاکستان دشمالي ټلوالي سره په ټرکونو ټرکونو مرستې کولې او اوس هم د افغانستان له حکومت سره مرستې کوي. په دې علاوه یې د طالبانو پر خلاف امریکا ته درې پوځي هوایي اډې ورکړې چې له دې اډو نه پر طالبانو ۲۵۰۰۰ زره بریدونه شویدي. د طالبانو پروخت امریکا طالبانو ته د اسامه بن لادن بهانه کلکه ونیوه د ۲۰۰۱ میلادي کال په می میاشت کې دترکمنستان په اشک آباد کې د ۶+۲ هیوادونو غونډه دائره شوه پدې غونډه کې طالبانو او دطالبانو مخالفینو دواړو ګډون کړی و، طالبانو غوښتل له خپلو مخالفینو سره سوله وکړي خو دامریکا استاذي دطالبانو هیئت ته په ځغرده وویل چې شپږ میاشتې وروسته پر افغانستان پوځي یرغل کوي، همدا وجه وه چې درباني هوايي حکومت نمائنده روان فرهادي له طالبانو نه د چرګ پرځای اوښان غوښتل ( دفاع وزارت، داخله وزارت ، مالیې وزارت، ملي امنیت ریاست او….) خو طالبان ورته په مناسبه ونډه قائل و مګر دوی انګار کاوه.

د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپتمبر ۱۱ پیښې وروسته د اکتوبر په ۷ مه نیټه د ټولو بین الملي اصولو او مقرراتو پرخلاف دامریکا او متحدینو پوځې یرغل پیل شو د افغانستان د سولې ستوری یو ځل بیا له مداره ووت دا ده ۱۵ کاله تیر شول چې افغانستان د اور په بټۍ بدل شوی دی.

طالبانو دخپلو پلرونو او نیکونو په پل پل ایښی دی دخپل هیواد آزادي ، د دوو ملیونو شهیدانو ارمان او هدف (بشپړاسلامي نظام) ورته دخپلو ځانو ډیر محترم او ارزښتمن دی، خو بالمقابل د شاه شجاع بچوړي دامریکا ډول ته په څلورو خواوو اوړي را اوړي، کمونستانو (خلقیانو پرچمیانو) ته بیا هم یو ښه چانس په لاس ورغی په اتیایمو کلونو کې یې دشوروي اتحاد لپاره په خرپ افغانان ووژل او اوس یې دامریکا لپاره بیدریغه وژني دوی چې په مادیانو متیقن دي فکر کوي چې دامریکا په وړاندې دریدل ناپوهي ده خو له دینه نه دي خبر چې افغان مؤمن ملت د سرونو په نذرانه کولو اسلام او د هیواد د استقلال نه ساتنه کوي چې دا جوهر دنړي نور ملتونه نلري.

طالبانو پخپلو غوښو او هډونو د امریکا او ناټو مقابله وکړه د نړۍ پرمخ هیڅ کوم هیواد نه ځای ورکړ او نه مرسته، خو بیا یې هم یرغلګر ځواکونه دماتې په درشل ودرول، همدا وجه وه چې د ۲۰۰۹ کال وروسته دامریکا  

په دستور د وخت رژیم دسولې په نوم یوه شوری جوړه کړه تر څو له دې لارې وکړای شي طالبان مات کړي خو د اوو کلونو په تیریدو بیا هم پدې بریالي نشول چې طالبان کمزوري او مات کړي. دافغانستان موجوده د ملي وحدت په نوم ادارې دسولې لپاره پراخ تبلیغاتي کمپائنونه په لاره واچول خو د سولې اراده قطعا نلري ، ځکه چې په هغه څه چې سوله کیدای شي دوی په هغه لوري نه ورځي برخلاف پړه پر طالبانو وراچوي چې ګویا  

طالبان سوله نه غواړي. خو دا حقیقت هر چاته ښه معلوم دی چې طالبان تر ټولو زیات د سولې لپاره ژمن دي ، د طالبانو د حکومت دوره یې تر هرڅه ښه بیلګه ده .

خو که په رښتیا هم د ملي وحدت حکومت او امریکا سوله غواړي نو بیا څه وجه ده چې امریکایان دخپلو پوځونو په پاتې کیدو ټینګار کوي؟ ولې دیو سوچه اسلامي حکومت دقیام په وړاندې بهانې لټوي؟ آیا افغانانو ته سوله مهمه ده که دامریکایي یرغلګرو ځواکونو پاتې کیدل؟ آیا داسې کوم افغان  مسلمان شته چې د محمدي غره شریعت نه انکار وکوي؟

نا هیڅکله نا، خو دا امریکا ده چې د یو سوچه اسلامي حکومت نه ویره لري ، دا د امریکې ایجنټان دي چې افغانان یې دسولې نه محروم کړی دي، دا اشرف غني ، غبرګ عبدالله ، محقق، سیاف، پخواني کمونستان او د پردیو جاسوسان دي چې د افغانانو دوینې په تویولو خوښ دي خو چې شرعي نظام رانشي.

دطالبانو فرد فرد سره دجګړې انګیزه داده چې هیواد مو اشغال شوی دی اسلامي شرعي نظام نشته او ددې لپاره دسرونو قرباني یو ویاړ او نیکمرغي ګڼي. دا هم یومنلی حقیقت دی چې سوله د یو هیواد په ازادۍ او اسلامي شرعي نظام کې نغښتي ده که هرڅوک له دینه ورها خوا بل څه غواړي مانا دا چې سوله نه غواړي.

شبیراحمد عثماني  

مخکینې مطلب

د بلخ په کشنده کې درنده جګړه روانه ده

بل مطلب

طالبان:دهرات په شینډنډ کي د ۳۵ طالبانو دوژل کیدا اوازې بې اساسه دي

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com