کابل ټکی کام فرید احمد
چین له افغانستان سره د دوه اړخیزې همکارۍ شپږ سندونه چین ته د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د سفر په دوران امضاء کړي دي.
دغه سندونه د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د چین د لمړي وزیر په حضور کې امضاء شوي دي.
لمړنۍ موافقه د زراعت د وزیر له لوري امضاء شوې ده، چې دغه موافقنامه به د دواړو ملکونو ترمينځ دوه اړخیزه همکاري ته توسعه ورکړي، او همداشان افغاني تولیدات به له ملک څخه بهر بازار پیدا کړای شي.
دویمه موافقتنامه د بهرنیو چارو وزیر له لوري امضاء شوې ده چې پکې تخنیکي همکاري شامله ده.
دریمه موافقنامه هم د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د چینايي سیال ترمینځ د کابل او بیجینګ ترمینځ اړیکي پراخولو او د ورېښمو لار باندې کار کولو کې همکاري زیاتولو په برخه کې امضاء شوه.
او درې نورې موافقنامې د بیا رغونې په برخه کې وې چې هغه هم د افغان هیات له لوري امضاء شوي دي.
د اجرائیه ریاست دفتر وايي چې د رئيس سفر چین ته یو کامیاب او لاسته راوړونکۍ وو، چې د افغانستان او چین ترمینځ همکاريو کې پراخوالۍ راولي.


















