غزني: ګیلان کې د جګړې پر مهال د پولیسو او عسکرو ټانګونو ټکر کړی

کابل ټکی کام ۲۸غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

له غزني څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې راغلي دي، چې د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د پولیسو او د اردو عسکرو د ټانګونو تر منځ د ټکر له کبله ۳ پولیس او د ملي اردو ۲ تنه عسکر وژل شوي دي.

د خبرونو پر اساس، دغه ټکر چې د جګړې پر مهال وشو، طالبانو د دغې ولسوالۍ اړوند په بختیار سیمه کې د محلي پولیسو پر پوستو بریدونه ترسره کړل.

د غزني امنیه قومندان هم رسنیو ته تأیید کړه، چې په دغه پېښه کې د دوی عسکر وژل شوي دي.

خبر وايي، دغه پېښه چې تېره شپه رامنځته شوه، طالبانو ۱۲ محلي پولیس او عسکر ووژل، او د یوه قومندان په ګډون ۴ تنه نور یې ټپيان کړل.

د یادولو ده، دغه ټکر داسې مهال ترسره شو، چې طالبانو د افغان عسکرو ۲ ټانګونه د ماینونو په مټ والوځول، او د طالبانو دغو بریدونو پر افغان عسکرو او پولیسو سخت روب واچوو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button