ارګ: د سولې د څلور اړخیزې غونډې په پنځم پړاو کې ګډون د وخت ضیاع ده

کابل ټکی کام ۲۸غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

ارګ: د سولې د څلور اړخیزې غونډې په پنځم پړاو کې ګډون د وخت ضیاع ده

د ارګ د ویاند مرستیال داوود جان مینه پال رسنیو ته ویلي دي، تر څو چې پاکستان پر خپلو ژمنو عمل نه وي کړی، په اسلام اباد کې د سولې د څلور اړخیزې غونډې په پنځم پړاو کې ګډون د وخت ضیاع ده.

مینه پال وایي، د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت دریځ بدلون موندلی دی.

مینه پال ویلي دي، چې د سولې د څلور اړخیزې غونډې په پنځم پړوا ناسته کې د افغان چارواکو د ګډون پرېکړه لا نه ده شوې.

مینه پال وویل، په دغه ناسته کې به ډاکټر عمر زاخېلوال ګډون وکړي، چې په اسلام اباد کې د کابل سفیر دی.

« له بده مرغه پاکستان چې کومې ژمنې په دغو ناستو کې کړې وې په هغې یې عمل ونه کړ، د افغانستان دریځ یې په وړاندې بدلون وموند او تر کومه چې موږ عملاً د پاکستان ژمنې ونه ګورو افغان حکومت حاضر نه دی چې د خبرو په نوم خپل وخت ضایع کړي.»

باید ووایو، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد نفیس ذکریا رسنیو ته وویل، چې د افغان سولې خبرې به د می میاشتې په اتلسمه نېټه پلازمینه اسلام اباد کې ترسره شي.

د یادولو ده، د طالبانو له لورې د کابل د ملي امنیت پر لسم ریاست د برید له کبله د افغان حکومت دريځ د پاکستان په وړاندې بدلون موندلی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button