سعودي عربستان: هغه کسانو ته به شپږ میاشتې بند سزا وي، چې د عمرې په ویزا پاتې کېدونکو کسانو سره مرسته کوي

کابل ټکی کام فرید احمد
د سعودي عربستان د پاسپورټ اداره وايي چې هغه کسانو ته به سخته سزا ورکوي چې د عمرې په ویزا باندې له ټاکلې مودې زیات وخت تېر کړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په ملک کې زیاتره کسان د عمرې په ویزا باندې کار و بار کوي، او هلته په غیر قانوني ډول سره پاتې شوي دي.
هغه بهرنیان او سعودیان چې په یاد جرم کې ښکیل وپيژندل شي، شپږ میاشتې قید او سل زره ریاله جریمې سزا ورکول کیږي.
خبرپاڼه زیاتوي چې هغه کسان به هم له ملک څخه وویستل شي چې په ویزا کې یې وخت ختم شوی وي، اویا هم په غیر قانوني ډول هلته ژوند او یا کار بار کوي.
سعودي عربستان کې حرمینو ته هر کال په میلیونونه مسلمانان د عمرې اداء کولو ته ورځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button