
په بغلان کې په لسګونه دولتي عسکر د طالبانو له لوري وژل شوي
کابل ټکی کام فرید احمد
له بغلان ولایت څخه زمونږ همکار خبر راکوي، طالبانو نن ماسپښین هم د دولتي قواوو په یوه لوی قطار باندې حمله کړې ده چې یوشمېر ټانګونه او رېنجر یې له مینځه وړي دي.
خبر زیاتوي طالبانو دا حمله د چشمه شېر او سرخ کوتل له نيولو وروسته ترسره کړې ده.
پدې تازه بريدونو کې د دولت شل سرتيري وژل شوي او اته تنه نور یې مرګوني ټپيان دي.
یوې دولتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط کابل ټکي کام ته ویلي، که حالات همداسې دوام وکړي ډېر ژر به پلخمري هم د طالبانو لاس ته پرېوځي، دی زیاتوي چې د طالبانو عمري عملیات لکه څرنګه چې په هلمند او کندز کې کامیاب دي همدا شان پدې څو ورځو کې داوښودل شوه چې په بغلان کې یې هم د کامیابۍ تر سرحده پورې ورسول.
دغه مامور زیاتوي، د استراري حالاتو په وخت کې چې له دولت سره له هر ولایت څخه رابطه وشي د هغوی ځواب دا وي چې «وجنګېږئ، مونږ درځو، هوايي قواوې هم درلیږو.» خو په حقیقت کې هېڅ هم نه وي. دده په وینا چې له طالب سره اوس جګړه سخته شوې ده.
په بغلان کې د چشمه شېر یو محلي وګړي «رازمحمد» کابل ټکی کام ته ویلي، په سیمه کې د طالبانو ټانګونه او رېنجرې چې له دولتي ځواکونو یې نیولي، ګزمې کوي، دی وايي، «طالبانو زیات شمېر اسلحه له دولت څخه نیولې ده او کولای شي په همدې اسلحې سره ټول بغلان ته سقوط ورکړي.»



