
جان کیري: په پاریس کې د اسرائیلو او فلسطینیانو د سولې په ناسته کې به ګډون وکړم
کابل ټکی کام فرید احمد
وروسته له هغه چې د اسرائيلو او فلسطینیانو د سولې د خبرو ناسته وځنډېده، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له نویو تازه هڅو څخه خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده چې پدې ناستو کې به ګډون کوي.
په لمړي سر کې تمه کېده، دغه نړیوالې ناستې به د روانې میلادي میاشتې په آخر کې د فرانسې په پلازمینه کې ترسره شي، مګر د کیري د نه حاضرېدو په وجه معطل اعلان شوې.
پرون د فرانسې خارجه چارو وزارت اعلان کړه چې له ټولو څخه په جدي غوښتنه کوي چې د جون میاشتې په دریمه به پدې ناسته کې ګډون وکړي.
د ناستې دغه نېټه وروسته له هغه اعلان شوه چې د فرانسې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو په بروکسل کې سره ولیدل.



