
طالبانوهغه قاضې وواژه چې داعدام شووطالبانوداعدام په دوسیويې لاسلیک کړی و
کابل ټکی کام ۱۳۹۵ دغويي ۳۱ عبدالهادي همت
د کابل د امنيه قوماندانۍ جنايي رييس سمونوال فريدون عبيدي د غويي په ٣١مه رسنیو ته وويل چې دا پېښه نن سهار د اتمې حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
که څه هم دولتي چارواکي اودولایتي شوری غړی ویلي دي چې عبدالقهارحسیب متقاعدقاضی و۶۷ کاله عمریې لاروخویوې باوري سرچیني ویلي دي چې دغه قاضي متقاعد نه و او څو ورځې مخکې د اعدام شويو طالبانو پر دوسيو لاسليک کړى و.
د يادونې ده چې تېره مياشت د افغانستان حکومت شپږ کسان اعدام کړل.
تر يادې پېښې وروسته وسله والو طالبانو ګواښ وکړ چې د طالبانو په اعدامونو کې لاس لرونکي قاضيان او نور چارواکي به په نښه کړي.
طالبانودیادبریدمسؤلیت منلی اوویلي دي چې قاضي زموږدملګرولخواوژل شوی دی



