
دحکمتیار سره مرکه (طنز)
خبریال: احمد
احمد: خبرونه وایی چې تاسو له افغان دولت سره د سولې نهایی موافقې ته ورسیدی؟
حک: هو د هیواد اوخلکو دسالم خدمت په خاطر مو وغوښتل چې خپلې ۴۰ کلنې جهادي مبارزې ته دپای ټکی کیږدو!
احمد: تاسو خو افغان دولت اجیر تعریفاوو او د اشغال په ضد راپاریدلي واست! څنګه اشغال ختم شو؟ که افغان دولت دغلامۍ ځنځیر له غاړې لرې کړ؟
حک: موږ اشغالګر ختمول خو چې دزړه زور مو اوبه شو نو پاته راغلو او افغان دولت چې هر څه کوي هغه دهغو خپل کار ده!
احمد: تر اوسه به مو څومره امریکایان وژلي وي؟
حک: تر ډیره مو د مصالحې یا تیریدنې لار خپله کړې خو چې زور به راباندې ډیر شو بیا موږ هم کمینونه نیولي
احمد: تاسو د پولیسو، ملي اوردو دوژلو ادعا هم کولې تر اوسه به مو څومره شمیر افغان عسکر وژلي وي؟
حک: موږ په افغان دولت دسالم فشار پخاطر ډیرې ادعاوې درلودې خو اوس ددې په خاطر چې اصلي مقصود مو پوره شو ټولې ردوو!
احمد: اصلي مقصود یانې څه؟
حک: یانې په حکومت کې دغوښنې برخې د ترلاسه کول!
احمد: نو داحکومت خو لاهم امریکایان په مخ وړي؟
حک: هو خو موږ په تیر کې هم له دوی سره ګڼې توافقنامې درلودې او اوس هم!
احمد: تاسو اوس دامریکایانو او دهغوی دافغان ساتونکو وژل څنګه ارزوی؟
حک: امریکایان د افغانستان دجوړولو پخاطر راغلي او افغان عسکر خو هسې هم افغان دي نو وژل یې قطعا حرام دي!
احمد: نو داخبر مو دکابل په خپلمنځي جګړو کې ولې نه کړه؟
حک: هلته دتربور ګنی کیسې وې د څوکۍ اوقدرت ویش ؤ نو باید زموږ جهادي هڅو هم یوڅه رنګ راوړی وای اقلا یو مشري خو وای خو د غلیم نه لوریینه ددې باعث شوه چې موږ هم دکابل لارې کوڅې له منځه یوسو.
احمد: نو هغه ټولوژنه کې. چې تاسو یې دورانولو افتخاري دعوا کوئ د پړې ګوته باید ستاسو حریفانو ته وي؟
حک: هو!
احمد: ستاسو تفسیر او ګڼ تفاسیر دا لیکي چې دکافر او دهغه د ساتونکي که مسلمان هم وي مرګ یو شان روا دی اوس څه پکې وایاست؟
حک: هو خو داظاهري قول دی موږ باید د راغلو میلمنو احترام وکړو!
احمد: نو که همدا کفار ستاسو نوم همداسې په تورلیست کې وساتي بیا؟
حک: موږ په هر قیمت چې وي نور دجګړې په ځای سولې ته ارزست ورکوو! خو له متقابل لوري همدا هیله لرو
احمد: نوپه دې معنا دهغوی وجود تاسو غواړی؟
حک: یاره خبریاله سم له خبرې کوچ باسې هو چې پاکستان کې وي دلته دې هم وي.
احمد: نو ستاسو ۴۰ کلنه جهادي مبارزه دا ایجابوي؟
حک: ورستی عقله کاش چې ړومبی وای جهاد موږ دامتیاز په خاطر کاوو خو چې څه مو تر لاسه نشو کړای داده دسولې لار مو ونیوه او که هر ډول وي موږ د خارجي ځواکونو او افغان دولت حمایه کوو



