طالبان :دبګرام  په سرتیري بریدکې ۱۵ بهرني عسکر وژل شوي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ دغبرګولي ۱ عبدالهادي همت

نن غرمه ۱۰ بجې شاوخوادپروان ولایت  دبګرام ولسوالۍ په قلعه نصروسیمه کې دخارجي عسکروپه قطارسرتیری برید وشو دبګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي رسنیوته وویل چې برید د کرولا موټر په  مټ شوی دي ولسوال زیاته کړه چې  دتلفاتو معلومات ځکه نکیږي چې سیمه دخارجي ځواکونو له لوری محا صره ده څوک  نه ورپرېږدي

طالبانودیوې خبرپاڼې له لاري چې کابل ټکی کام ته يې لیږلي ده دیاد برید مسؤلیت منلی دي او ویلي دي چې برید دسراچه موټر په مټ رحمت الله دهلمند اوسیدونکي ترسره کړی دي دوی دعوه کړې ده چې په برید کې ۱۵ خارجي امریکايې عسکروژل شوي دي او۲ ټانګونه يې مکمل له منځه وړل شوي دي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button