
سرتاج عزیز وايي، پاکستان پر افغان طالبانو هېڅ ډول کنټرول نلري
کابل ټکی کام فرید احمد
په بهرنۍ پالیسۍ کې د نوازشریف سلاکار وزیر ښاغلی سرتاج عزیز ویلي دي، پاکستان پر افغان طالبانو هېڅ ډول کنټرول نلري.
نوموړي دا خبرې دوه ورځې وروسته د څلور اړخیزې غونډې پنځم پړاو څخه کړې دي، چې افغان دولت په پاکستان فشار راوړی ترڅو د افغان طالبانو په له منځه وړلو کې په پوره توګه اقدامات وکړي.
دی وايي چې نړیوال له دوی څخه داسې توقعات لري چې په هغه پاکستان قادر نه دی.
بهرنۍ کړۍ همېشه کوښښ کوي چې داسې یو ذهنیت جوړ کړي چې ګواکې پاکستان پر افغان طالبانو پوره کنترول لري خو دا له حقیقت یوه لرې خبره ده.
دی وايي سره د زیاتو فشارونو افغان طالبانو تراوسه دوی ته ددې ځواب ندی ورکړی چې پدې ناستو کې ګډون وکړي.
پاکستان بار بار عاجزي ښودلې چې افغان طالبان خبرو ته نشي کینولۍ، خو افغان حکومت او بعضې نړیوالې کړۍ دا ردوي او کوښښ کوي چې د طالبانو جګړه له هېواد څخه بهر په پاکستاني استخباراتو پورې وتړي.



