
خلیلزاد: څوک چې د افغان نجونو د تعلیم مخالف وي، جاهل دی
کابل ټکی کام فرید احمد
په افغانستان او عراق کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد ویلي، په افغانستان کې تعلیم د کمیت له نظره ښه شوی، خو د کیفیت له اړخه اوس هم ډېر څه باید وشي.
ښاغلي خلیلزاد نن شنبه (اول جوزا) بی بی زهرا لیسې د نوې ودانۍ په پرانست غونډه کې دا خبرې کړي دي.
ښاغلي خلیلزاد د خپلو خبرو په جریان کې وویل څوک چې په افغانستان کې د نجونو دتعلیم مخالف وي، هغه جاهل دی، او همدوی دې چې د ترقۍ مخه نیسي، چې پدې سره منطقه بدنامه کيږي.
«په تېره یوه نیمه لسیزه کې دولت او بهرنیانو دافغان تعلیم لپاره ډېرې هڅې کړي دي او په رښتیا چې ډېر کارونه یې هم سرته رسولي دي خو بیا هم زیاتره نجونې او هلکان د تعلیم څخه محرومه دي.»
نوموړي په تاکید سره وویل، له تعلیم سره کامیابي ضروري نده، خو بې غیر له تعلیم څخه کامیابي امکان نلري.
د یادولو ده، امریکا په افغانستان او د پاکستان په پښتنو سیمو کې په میلیاردونه ډالر ولګول ترڅو خلک له دیني تعلیم څخه وګرځوي او عصري تعلیم ته یې مخه کړي.
او د ښاغلی خلیلزاد په اړه ویل کیږي، چې په نوموړۍ په امریکا کې د اسلام د سرسخت او مشهور دښمن کاندید ډونلډ ټرمپ پلوي دی.



