
اشرف غني په دوه ورځني سفر قطر ته تللی دی
کابل ټکی کام فرید احمد
د ولسمشرنۍ ماڼۍ خبرپاڼې خبر ورکړی دی، افغان ولسمشر ښاغلی اشرف غني نن په یوه دوه ورځني سفر د قطر عربي هېواد ته تللی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، ولسمشر د قطر د امیر په رسمي بلنه قطر هېواد ته رسیدلی دی.
ولسمشر به په قطر کې د «ثبات او هوسایي د ټولو لپاره» په ۱۶سمه ناسته کې ګډون او وینا وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، ولسمشر به په دوحه کې د قطر له امیر او ددغه هېواد له لمړي وزیر عبدالله بن ناصر بن خلیفه ال ثاني سره هم لیده کاته وکړي.



