
ناټو ومنله چې طالبانو یې په باګرام کې په کاروان برید کړی دی
کابل ټکی کام هاشمي عبدالله شنبه ۱جوزا ۹۵
ناټو وايي نن سهار ددوی په کاروان د طالبانو له لوري برید شوی دی.
د ناټو په خبرپاڼه کې راغلي دي، یو موټر یې نن سهار تر سرتېري برید لاندې راغلی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه باندې لیکلي دي، چې پدې سرتيري برید کې یې لږترلږه ۱۵ بهرنیان وژلي او یو شمېر نور یې مرګوني ټپيان کړي دي.
مجاهد په ټوېټرپاڼه لیکلي چې په برید کې یې یو شمېر ټانګونه او موټرې له مینځه وړي دي.
ازادو رسنیو هم د یو شمېر بهرنیانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی، خو د ناټو خبرپاڼې تراوسه د یو کس ټپي کېدل هم ندي منلي.
خبرپاڼه په آخر کې لیکلي چې نور جزیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.



