په بغلان کې په ملي اردو د محاصرې کړۍ ورځ تر بلې تنګیږي

کابل ټکی کام فرید احمد (شنبه ۱ جوزا ۱۳۹۵ه‍ ش)
په بغلان کې د ملي اردو او پولیسو هغه سرتېري چې د تېرې اونۍ راپدېخوا د طالبانو تر محاصرې لاندې دي، وايي چې ورځ تر بلې د طالبانو له خوا د محاصرې کړۍ پرې راتنګیږي او کېدای شي ډېر ژر یا ووژل شي او یا هم طالبانو ته تسلیم شي.
دغه محاصره شوي عسکر وايي که یې غم ونه خوړل شي ډير ژر به له یو لوی ناورین سره مخ شي.
په مرکزي بغلان د علاوالدین په سیمه کې طالبانو څه دپاسه سل سرتېري چې زیاته شمېره یې د ملي اردو او ملي پولیسو ده، تر محاصرې لاندې نیولي دي. طالبان په مخابرو کې پر دوی غږ کوي چې تسلیم دې شي او خپلو کورونو ته دې ولاړ شي، خو د دولت لخوا محاصره شویو سرتېرو ته ډاډګېرنه ورکول کيږي چې د مرستې لپاره به یې کوټلي ګامونه واخیستل شي.
یوه سرتيري د پژواک خبري اژانس ته ویلي دي، چې د شپې لخوا طالبان ورباندې شدیدې حملې کوي، او څلور سرتیري زخمیان شوي دي چې په همدې بېس کې ورسره دي، دوی زیاته کړې، تېره شپه یوه اندازه خوراکي توکي او اوبه د هليکاپټر له لارې ورته راغورځول شوي خو اوس هم د خوراکي توکو له کمبود سره مخ دي.
دغه سرتیري پژواک ته ویلي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د محاصرې کړۍ تنګیږي او د جنګیالیو مورال هم ضعیفیږي، دولت باید ستر عملیات پیل کړي ترڅو محاصره ماته شي.
د بغلان ولایت د امنیه قمندانۍ د امنیت آمر سمونوال عبدالرشید بشیر تائیدوي، د سرتېرو دوه مرکزونه یې د طالبانو له خوا محاصره دي، خو د هوا له لارې یې تجهیزات کیږي.
په بغلان کې هغه سپين ږيري چې د چشمه شېر د سیمې څخه راغلي دي، وايي، ملي اردو یې کورونه او مسجدونه په توپونو ولي، او له خپلو کورونو څخه مهاجر شوي دي، که چېرې دې حالت ته د پای ټکی کېنښودل شي نو په لویو مظاهرو به لاس پورې کړي.
په کابل کې د ملي اردو یو جنرال چې د نوم ښودلو څخه یې ډډه وکړه وايي، نشي کولای چې په هر ځای کې له محاصره شویو سره مرسته وکړي، دولت دومره تجهیزات نلري او نه د فوځي نظره دا سمه ده چې د یو څو سرتېرو لپاره په لسګونه نور د مرګ کومې ته وغورځول شي.
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، «دا کسان تر سلو زیات دي، او باید وجنګیږي، اسلحه ښه پرېمانه ورسره شته ده، له هوا څخه هم مونږ ورته خوراک، څښاک او نور لازم څېزونه رسوو.»
په بغلان ولایت کې یوه امنیتي سرچیني بیا وايي، که نوې تازه دمه قوه د محاصره شویو د خلاصون لپاره ولیږدول شي نو د ناورین مخه به ونیول شي، ګڼې دا سرتيري مجبور دي، طالبانو ته تسلیم شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button