عمر زاخیلوال: خوښ یم چې همدا اوس په انګور اډه کې د پاکستان له لوري ټول تاسیسات ملي اردو ته سپارل کیږي

کابل ټکی کام هاشمي عبدالله شنبه ۱ جوزا
په پاکستان کې افغان سفیر په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې تېره اونۍ یې د پاکستان د فوځ له لوی درستیز ښاغلي راحیل شریف سره د تورخم د مزي په رابطه لیده کاته کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د اعتماد فضا رامینځ ته کولو په موخه د تورخم د مسئلې د حل ترڅنګ نورې غوښتنې هم درلودې چې په بعضو ورسره ټينګه ژمنه شوې ده.
نوموړۍ زیاتوي چې دده د ټينګار له وجې د پاکستان فوځي مشر ورسره ومنله چې په انګور اډه کې ټول هغه پاخه فوځي تاسیسات افغان ملي اردو ته سپارل کیږي چې د پاکستان له لوري پرې قبضه لګول شوې ده، او پاکستاني فوځيان به په بشپړ ډول په شا شي.
ده زیاته کړې ده: « خوښ یم چی همدا اوس په انګور ا‌‌‌‌‌‌ډه کی د پاکستان د فوځ له لوری په انګور ا‌‌‌‌‌‌ډه کی پاکستانی ټول تاسیسات د کابل څخه تللی دملی دفاع وزارت یو پلاوی ته د سپارلو په حال کی دی چی سر له نن مازدیګر به د افغانستان بیرغ پری پورته او زموږ دملی سرحدی قواو مرکز وګرزی.»
تېره اونۍ افغان سفیر زاخیلوال وروسته له هغه له پاکستاني فوځي مشر سره لیده کاته وکړل چې په تورخم کې درې ورځې سر په سر مزۍ راښکل شوی وو، او هېڅ افغان وګړي ته اجازه نه وه چې پاکستان ته داخل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button