طالبان وايي، مشر یې لا هم ژوندی دی

کابل ټکی کام فرید احمد یکشنبه ۲ جوزا ۹۵
د طالبانو یو لوړپوړي چارواکي کابل ټکي کام ته د تلفون له لارې ویلي دي، ملا اختر محمد منصور لاهم ژوندی دی، او د افغانستان په داخل کې په جهادي چارو بوخت دی.
نوموړي وویل، «که خدای مه کړې داسې یوه پېښه رامینځ ته شي نو له خپلو عوامو سره په شریکولو کې به یې ځنډ ونکړي، او سمدلاسه به خپل نوی مشر وټاکي.»
تېره شپه د امریکا پنټاګان اعلان وکړ چې د افغانستان او پاکستان د پولې ترمینځ یې د طالبانو د مشر موټر په نښه کړئ او هغه یې پکې له مینځه وړی دی.
طالبانو یې تراوسه په رسمي توګه د پېښې په تايید او رد کې څه ندي ویلي، خو د طالبانو اکثرو مشرانو داخبره له حقیقت څخه لرې وبلله او دا یې د دښمن پوچ پروپاګنډ یاد کړل.
په لمړنیو راپورونو کې ویل کېدل چې پېښه په زابل ولایت کې شوې ده خو کله چې دزابل چارواکو د ډرون د حملې خبرونه رد کړل، نو د پېښې ځای د پاکستان په خاوره کې وښودل شو.
امریکايي چارواکې وايي چې له مؤثقو اطلاعاتو سره سم یې دا ډرون حمله د اوباما په امر د طالبانو په مشرتابه باندې ترسره کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button