کندز: هوايي بې پيلوټه برید کې ۷ طالب جنګیالي وژل شوي

کابل ټکی کام فرید احمد یکشنبه ۲ جوزا ۹۵
د شنبې په ماښام د طالب جنګیالیو یو موټر چې له امام صاحب چهاردرې څخه امام صاحب ولسوالۍ ته روان و، د امريکايي ډرون الوتکې له لوري په نښه شول، او ۷ تنه سپاره جنګیالي یې ووژل.
په وژل شویو کې یو طالب روزونکۍ ملا عبدالصبور مشهور په خالد او ورسره شپږ تنه نور چې یو یې حکمت الله نومیږي وژل شوي دي.
د سیمې خلکو د طالبانو د جسدونو په راټولو کې مرستې کړي دي، او هغوی یې خپلو کورنیو او ملګرو ته سپارلي دي.
لوی پاسوال شیرعزیز کامه وال د ۸۰۸ زون قمندان هم دا حمله تاييد کړې او دعوه یې کړې چې په برید کې لږترلږه ۱۳ طالبان وژل شوي دي.
طالبانو تراوسه پورې د برید او یا د ملګرو د وژل کېدو په اړه څه ندي ویلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button