د ټایلنډ په یوه لیلیه کې اور لږترلږه ۱۷ نجونې وژلي دي

کابل ټکی کام فرید احمد ۳ غبرګولي/جوزا ۹۵
راپورونه وايي په شمالي ټالینډ کې د یکشنبې په شپه ناوخته ۱۱بجې په یوه لیلیه کې اور بل شو چې لږترلږه ۱۷ نجونې یې ووژلې.
د وژل شویو نجونو عمرونه له ۶-۱۲ کالو پورې دي، چې د یوه مکتب زده کوونکې دي.
دغه وژل شوي نجونې د یوې عیسايي قبیلې څخه دي چې په شمالي ټایلنډ کې یې په یوه ښوونځي کې زده کړې کولې.
په لیلیه کې زیاتره نجونې وېدې وې چې د اور لمبې پورته شوې، او ستره پېښه یې رامینځ ته کړه.



