
سعودي حکومت پرېکړه کړې چې تر څلوېښت کلونو کم عمره افغانانو ته به دحج او عمرې ویزه نه ور کوي
کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی۷ عبدالهادي همت
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وايي چې د دغې مسئلې د حل کولو لپاره یو هیئت ریاض ته تللی او د سعودي له چارواکو سره به دا ستونزه په جدي ډول مطرح کړي
د یاد وزارت ویاند له قوله د بهرنیو چارو وزارت د سعودي سفیر د یادې ستونزې په اړه دوضاحت غوښتلو لپاره احضار کړی و خو د سعودي سفیر په دې اړه هېڅ کوم لامل په ګوته نه کړ.
د یادونې وړ ده چې تېر کال شل زره افغانان د حج د فریضي د ادا کولو لپاره سعودي ته تللي وو،چې هغه وخت یې د حج او عمرې لپاره د تلونکو افغانانو عمر، چې باید تر۳۰ دیرشو کلونو کم وي د ویزې ورکولو مستحق بلل کېدل.
داسې ویل کیږي چې د سعودي حکومت د افغانانو لپاره د عمر محدودیت له دې کبله وضع کړی چې ډيری افغانان د حج او عمرې په ویزه د ایران په پلوۍ یمن ته د جګړې لپاره ځي او د شیعه پلوه ملیشو سره یو ځای کیږي، چې د ایران له خوا یې بشپړ ملا تړ کیږي.



