په کلفورینیا کې د ټرامپ ۱۱ مخالف مظاهره چیان نیول شوي دي
کابل ټکی کا م هاشمي عبدالله ۷ غبرګولي/جوزا ۹۵
په کلیفورینیا کې پولیسو ۱۱ تنه هغه مظاهره چیان نیولي دي چې غوښتل یې د جمهوري غوښتونکي ګوند لخوا ولسمشرۍ ته نوماند ډونلډ ټرمپ د جلسې مخه ونیسي.
ټرامپ مخکې اعلان کړی و، که ولسمشر شي، امریکا ته د مسلمانانو د ورتګ مخه به ونیسي.
پولیسو دغه مظاهره په اخ اډب سره وپاشله او ۱۱ تنه مظاهره چیان یې بندیان کړي دي.
په امریکا او نړۍ کې د ټرمپ سره ډېرۍ خلک مخالف دي ، او آن تر دې چې امریکايي فیلسوف نوام چومزکي دده په اړه وړاندوینه کړې، که ولسمشر شي، نړۍ به د اتومي برید له کبله له مینځه ولاړه شي.



