یو کس وروسته له هغه ساه ورکړه چې غومبسو ۱۰۰۰ ځایه په بدن وچیچلو

کابل ټکی کام فرید احمد ۸ غبرګولي/جوزا ۹۵
سی ان ان د خبر له مخې په اریزونا کې الکس بسټلر په نامه یو کس او ورسره ملګرۍ یې د سهار منډې لپاره د اریزونا غرني پارک ته ووتل ، چې بېغیر له بومولو (قهرولو) د قهرېدلیو مچیو د یو ستر لښکر تر برید لاندې راغلل.
بسټلر له مچیو لاندې شو، او له ۱۰۰۰ ځایه یې زیات په بدن وچیچلو.
پدې ځای کې ډېرو خلکو کوښښ وکړ چې له بسټلر سره مرسته وکړي خو د زیاتو مچیو له وجې یې ونشوای کړای چې هغه ته نږدې ورشي.
یو ځايي محافظ بسټلر سره نږدې موټر ودراوه او هغه یې په موټر کې واچاوه خو بیا هم قهرېدلې مچۍ په هغه باندې سرېخ نيښتې وې.
د نوموړي بل ملګرۍ په وخت له ځای څخه په ځغاسته خلاص شوی وو، او هلته په یو غار کې یې ځان پټ کړی وو.
بسټلر چې کله روغتون ته ورسول شو، ډاکټرانو وویل چې نوموړۍ له مینځه تللی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button