امریکا تل دسولې په نامه سوله له منځه وړي ده

سرلیکنه

دافغان مسلمان ملت په وړاندې دشرق او غرب پالیسي یوه ده خو دایوتوپیرپکې لیدل کیږي چې دسرې ماڼۍ دغلامانو بادارانو په بې عقله جګړوافغانان ووژل او دسپینې ماڼۍ دغلامانوبادران ېې په هوښیارۍ سره دسولې ترنامه لاندي وژني ددواړو ماڼیو یرغل اوجګړه سره کوم توپیرنلري هغوې هم داسلام او پښتوپه نامه ډیری میندې بورې کړې او دوې هم دزرګونو افغانانو له شهادته علاوه خپل نوي کورته نارسیدلې ناویانې کونډې کړې .

افغانانو، نه په سره ماڼۍ ډبره ورویشتې وه او نه ېې په سپینه ماڼۍ دخړسیلاب مخه وراړولی ده دواړویرغلګرو دهرډول قانون په سرغړاوي سره دافغانستان په پاکه خاوره تیری کړی دی داچې څوک ېې په څه ډول توجه کوي دادهغوې په ګټو پورې اړه لري .

روسانو دجګړې په نامه جګړه کوله خو امریکا او ورسره دناټو په چوکاټ کې لنډغرملګري هېوادونه دسولې په نامه جګړې ته دوام ورکوي دادریم ځل دې چې په افغانستان کې سولې ته زمینه برابره شي امریکا دجګړې د دوام په خاطردسولې ترنامه لاندي سوله  له منځه یوسي.

وړمه ورځ دپاکستان دبهرنیوچارو په وزارت کې دصدراعظم نوازشریف سلاکار سرتاج عزیز په اسلام آبادکې یوې خبري غونډې ته وویل تیره اونۍ دڅلوراړخیزې کمیټې په پنځمه غونډه کې موږ امریکا،چین او افغانستان په دې پریکړه وکړه چې طالب مشران به دسولې مذاکراتوته وهڅوو او دامو تمه وه چې زموږ هڅې به مثبتې پایلې ولري دسرتاج عزیز په وینا ملااخترمحمد منصور دمذاکراتو مخالف نه وخو امریکا دمذاکراتو دمخالفت به نامه وواژه .

دسرتاج عزیز په وینا امریکا دپاکستان د ملي حاکمیت په ماتولو اودملګرو ملتونو دمنشور په سرغړاوي سره په څلوراړخیزه کمیټه کې دخپلې کړې ژمنې پرخلاف ملا اخترمحمد منصور باندې برید وکړاو دافغان دولت او طالبانو ترمنځ سوله ېې نوره هم پیچلې کړه .

دطالبانو پرخلاف له زوره کار اخستل په وار وار ازمایل شوی دي امریکا دطالبانو دزور داوبه کولو لپاره دناټو په چوکاټ کې دملګرو هېوادونوپه ملتیا خپله زور ازمايی وکړه خو تراوسه ېې جګړه ونه ګټله او امریکايي جنرالانو په افغانستان کې دجګړې په بایللو اعتراف کړی دی.

امریکا کله دجګړې او کله دسولې په نامه په افغانستان کې لږ څه سړه شوې جګړه بیاله سره ګرمه کړي یاخپله او یاددولت په وسیله یوه غیرانساني کړنه وکړي چې طالبان ېې غچ اخستلو ته اړکړي او په دې توګه امریکاپه افغانستان کې جګړه دوامداره ساتي .

له بده مرغه دملي یووالي دولت چې د ولس له سره جګړه لرې کول ېې فرضي دنده ده دامریکايي سیاست پیروي کوي ، اوباما وویل ملامنصور سوله نه کوله ځکه مې دوژلو امر ورکړ ورپسي ددفاع وزارت ویاند دولت وزیري هم داوباماپه خبره شخوند وواهه  په مطبوعاتي غونډه کې وویل هغه طالبان چې سولې ته غاړه نږد ي دمخکنیوپه څیر به له منځه ولاړشي.

امریکا اصلا دملااخترمحمد دوژنو اراده نه لرله خویوشمیررسنیوچې دطالب مشرانو او روسي چارواکو دلیدنو خبر ورکړاو په افغانستان کې پراوباما دسولې بوې ولګیده پرملااخترمحمد منصورېې مرګانی برید وکړ.

امریکاپرملااخترمحمد منصورکړی برید نه یواځې داچې په افغانستان کې ېې دسولې اومذاکراتو چانس له منځه یووړبلکه  افغانستان – پاکستان او پاکستان – ایران ترمنځ ېې هم بې باوري راژوندۍ کړه .

امریکا په افغانستان کې دناټو دغوڅ ماموریت ویاند جنرال چارلز کلیسفلنډ په خوله وویل وسله وال طالبان نورې سیمې نشي نیولای او که جګړې ته دوام ورکړي پرخلاف به ېې پریکنده اقدامات وشي .

ددې کړنو څخه دامریکایواځنۍ موخه داده چې په افغانستان کې ېې دزورجګړه بایلوده اوس ېې دسولې ترنامه لاندي  سوله له منځه یوړه .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button