کلیفورنیا کې د ټرمپ پر خلاف مظاهره شوې ده

کابل ټکی کام ۰۸غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د جمهوري غوښتونکو د ګوند څخه د جنجالي او کم عقل نوماند ډونالډ ټرمپ چې د امریکايي چارواکو تر څنګ د دغه ګوند غړي هم ورسره خلاف دي، د امریکا د کلیفورنیا ایالت په سان ډیاګو ښار کې یې پر خلاف مظاهره شوې ده.
دا مظاهره داسې مهال ترسره شوه، چې ټرمپ په دغه ښار کې یوې غونډې ته وینا کوله، دباندې یې شاوخوا زرګونه مخالفان راټول شول، او د ده پر ضد یې شعارونه ورکول.
مظاهره چیانو ویلي دي، چې د ټرمپ د کرکجنو، نسل پالنې او د کبر څخه د ډکو خبرو له کبله یې لاریون کړی دی.
مظاهر چیانو پولیس هم د اوبو په بوتلونو وویشتل، همدا راز د ټرمپ له پلویانو سره یې شخړه کړې ده.

پولیس وایي، درې کسان یې نیولي دي، چې دوه یې هغه کسان دي، چې د غونډې دباندې یې جوړ شوي خنډونه مات کړي، او ترې تېر شي، چې همدغې پېښې اخ او ډب ته لاره هواره کړه.
د یادولو ده، چې د دغه جنجالي او کم عقل نوماند پر خلاف د جمعې په ورځ هم په فرنسو ښار کې مظاهره شوې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button